د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړ پوړي اقتصادي پلاوي او د فراه ولایت له مقام سره ګډه ناسته ترسره کړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي مولوي غوث الدین رهبر، د فراه والي، ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست، ښاغلي دین محمد نعمتي، د فراه ولایت د اتاق رئیس، ښاغلي غلام یحیی پښتون، د هلمند د اتاق رئیس، او د سوېل لوېدیځې حوزې د سوداګرو او پانګه‌والو په شتون کې، د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړپوړي اقتصادي پلاوي سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سرحدي سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو، او ګډو پانګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
یاده ناسته چې د فراه ولایت د مقام په تالار کې ترسره شوه، د ایران له لوري پکې ښاغلي سید رسول مهاجر، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي دیپلوماسۍ مرستیال، ښاغلی سید محمد رضا هاشمي، د خراسان جنوبي والي، ښاغلی بهرامي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا رئیس، او ښاغلی بیګدلي، په افغانستان کې د ایران سفیر، ګډون کړی و.
ایراني چارواکو د خپلو خبرو پر مهال، د ایران او افغانستان، په ځانګړې توګه د سرحدي ولایتونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخېدو، د ګډو اقتصادي غونډو د جوړېدو، د خراسان جنوبي او فراه ترمنځ د سوداګریزو پلاویو د سفرونو، د میل ۷۸ سړک د بشپړېدو، د برېښنا په برخه کې د ګډو همکاریو، د کانونو په برخه کې د پانګونې، د ختیځ – لویدیځ ترانزیټ د پیاوړي کولو، افغانستان ته د آزادو اوبو اسانه لاسرسي، د ترانسپورت همکاریو، او د استوګنځایونو د جوړولو کې د خصوصي سکتور د مشارکت ټینګار وکړ.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان او ایران ترمنځ د ملي ګټو پر بنسټ د سوداګرۍ او اقتصاد د اړیکو پر پراخېدو ټینګار وکړ او د افغان سوداګرو یو شمېر ستونزې یې د ایران پر پوله مطرح کړې. نوموړي له ایران څخه د افغانستان د صادراتي توکو د ترانزیټ لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه او همداراز یې د چابهار په آزاد زون کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه وکړه، ترڅو افغان سوداګر وکولای شي له دې لارې خپل صادرات او واردات زیات کړي.
د فراه والي، د خپلو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو، د بندر عباس له لارې د سوداګرۍ د اسانتیاوو، د میل ۷۸ سړک د بشپړېدو، د ناروغانو د درملنې برخه کې د ایران همکارۍ، او د افغانستان د کرنې او کانونو د استخراج په برخو کې د افغانستان د نافذو قوانینو له مخې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
 
 
 
 
شنبه، د وري ۲۳مه، ۱۴۰۴