ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د خپل کاري سفر په ترڅ کې، له ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست، ښاغلي دین محمد نعمتي، د فراه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، د دې اتاق د مشرتابه غړو، ښاغلي غلام یحیی پښتون، د هلمند د اتاق رئیس، او د سوېل لوېدیځې حوزې له سوداګرو او پانګهوالو سره یوځای، له ښاغلي مولوي غوث الدین رهبر د فراه والي، سره وکتل او د یادې حوزې د سوداګرو او پانګهوالو ستونزو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند، د فراه ولایت مقام او د یاد ولایت له امنیتي ارګانونو څخه د خصوصي سکتور او سوداګرو د امنیت ټینګښت او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې مننه وکړه او د فراه ولایت تجارتي، کرنیز او ترانزیټي اهمیت یې تشریح کړ. نوموړي د برېښنا کمښت او د فراه له مرکز څخه تر ایران پولو پورې د سړک خرابوالی لویې ستونزې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د دې ولایت سوداګر د برېښنا تولید ته چمتو دي، خو د فراه د محلي مقاماتو همکاري غواړي.
نوموړي همداراز د اتاق د مشرتابه له هغو سفرونو یادونه وکړه چې بیلابیلو هېوادونو سره ترسره شوي، په ځانګړې توګه د صادراتو په برخه کې، او د فراه ولایت کرنیز رول یې د افغانستان د صادراتو لپاره مهم وباله.
د فراه ، هلمند او نمیروز ولایت مرستیال د اتاقونو رئیسانو، او د دې ولایتونو سوداګرو او پانګهوالو، هر یو د خپلو ولایتونو د برېښنا کمښت، د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار نشتون، د کرنې په برخه کې د مسلکي کسانو کمښت، او له ایران سره د سرحدي ستونزو یادونه او د حکومت لهخوا د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
په فراه کې د تېلو واردوونکو سوداګرو شکایت وکړ چې د ایران په پوله د تېلو موادو کیفیت ټېسټ کېږي او سره له دې چې دوی د کیفیت لرونکي توکي واردوي، بیا هم د بېکیفیته موادو په توګه ردېږي.
ښاغلي میرزمان پوپل، د چابهار بندر له لارې هندوستان ته د افغانستان د صادراتو په اړه خبرې وکړې او دا بندر یې د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم وباله. هغه د ایران لهخوا د قرنطیني ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د افغانستان صادراتي توکي د ترانزیټ له لارې نورو هېوادونو ته لیږدول کیږي.
د فراه والي، د اتاق د لومړي مرستیال او له هغه سره د راغلو سوداګرو د راتګ هرکلی وکړ او د اتاق د مشرتابه پلاوي د خبرو او د سوداګرو د ستونزو تر اورېدو وروسته یې ژمنه وکړه چې د ولایت مقام به د یادو ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.