د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د هرات اتاق لخواه د ایران اسلامي جمهوریت د لوړپوړي اقتصادي پلاوي سره په فوق‌العاده سوداګریزه ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي سره، د ایران اسلامي جمهوریت د لوړپوړي اقتصادي پلاوي په فوق‌العاده سوداګریزه ناسته کې ګډون وکړ. دا ناسته د ایران لپاره د افغانستان د لوړپوړو دیپلوماتانو، د سکتوري ادارو رئیسانو، سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو په حضور کې جوړه شوې وه.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د هرات ولایت پر سوداګریز او اقتصادي ارزښت، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ۹۴ کلنو فعالیتونو، د پانګونې پر موجودو فرصتونو او له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې، خبرې وکړې. نوموړي د اقتصادي اړیکو پراخېدو او د ګډو پانګونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه سرتاسري امنیت، د کوکنارو کښت بندیز او د حکومتي ادارو له فساد سره مبارزه د ګډو پانګونو او اقتصادي-زیربنایي پروژو د پلي کولو لپاره مناسب فرصتونه وبلل.
د بهرنیو چارو وزارت د هرات استازي د افغانستان د لوړ اقتصادي ظرفیتونو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د اقتصادي ودې سبب کیږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي‌زاده، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د دواړو هیوادونو فعاله او معنا لرونکې ونډه اخیستنه به د خصوصي سکتور د لا ډېرې ودې لامل شي.
همداراز، په دې ناسته کې ښاغلو حمیدالله خادم، جان آقا صادقي، عبدالمتین قلندري، د غزني د اتاق رئیس، عبدالله دشتي، محمد ناصر امین، بشیر احمد بهادري، عبدالقدیر اکبري، غلام یحیی پښتون او د هرات د ترانسپورت ریاست استازي د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې خپل نظرونه شریک کړل.
په پای کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي دیپلماسۍ مرستیال ښاغلي سید رسول مهاجر، د خراسان جنوبي والي ښاغلي سید محمد رضا هاشمي، د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا مدیر ښاغلي بهرامي، او د افغانستان لپاره د ایران سفیر ښاغلي بیګدلي، د هرات د خصوصي سکتور له طرحو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د سوداګریزو اړیکو پراخوالی او د پانګونې د اسانتیاوو رامنځته کول به د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي.
 
 
 
 
 
 
جمعه، د ۱۴۰۴ د وري ۲۲مه،