یاده غونډه د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه، د یوناما، نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک، د امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر نورو هېوادونو د استازو په ګډون، د ترکېې په استانبول ښار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور استازیتوب ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي بهادر خیرخواه، د مشرتابه پلاوي غړی، او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو وکړ.
سربېره پر دې، ښاغلي زېشان شیخ، د افغانستان او پاکستان لپاره د نړیوال مالي بنسټ لوړپوړی مدیر، اندریکا رتوات، په افغانستان کې د یوناما د ځانګړي استازي مرستیال، او آغلې وژمه مهمند کروخېل، د نړیوال بانک استازې، هم برخه اخیستې وه.
ښاغلي توکل احمدیار د هېواد د اقتصادي وضعیت، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او د خصوصي سکتور د رول په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل. نوموړي د خصوصي سکتور په ګډون د لویو اقتصادي پروژو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د اتاق رئیس وویل، د اتاق مشرتابه تل هڅه کړې چې د ملي او سیمهییزو اقتصادي پروژو د اهمیت په نظر کې نیولو سره، دا پروژې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ بریالۍ پلي شي، او خصوصي سکتور هم پکې فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي احمدیار وویل، د خصوصي سکتور، په ځانګړي ډول د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو رول د هېواد د اقتصاد، کرنې، باغدارۍ، مالدارۍ، او کورني اقتصاد د ودې لپاره ډېر مهم دی. نوموړي د نړیوالو بنسټونو مالي ملاتړ د دغو تشبثاتو لپاره ارزښتناک وباله او ټینګار یې وکړ چې که نړیوال بنسټونه د افغانستان خصوصي سکتور ته ملاتړ ورکړي، دوی کولای شي سترې او بنسټیزې پروژې پلي کړي. همدارنګه، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د خصوصي سکتور د اصلي استازي په توګه، د دغو پروژو په پلي کولو کې خپله هر اړخیزه همکاري ترسره کړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان پر شته فرصتونو خبرې وکړې او د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو کښت بندیز، او په حکومتي ادارو کې د فساد له منځه وړل یې د اقتصادي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره ښه زمینه وبلله. نوموړي دا غونډه د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره اغېزمنه وبلله، او ټینګار یې وکړ چې دا ډول غونډې باید دوام ومومي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان داخلي وضعیت هغه ډول نه دی لکه څنګه چې بهر ته انځورېږي، او دا ډول غونډو ته د هېواد دننه هم زمینه برابره ده.
آغلې وژمه مهمند کروخېل د نړیوال بانک په استازیتوب خبرې وکړې، او د خصوصي سکتور د ملاتړ او د دا ډول غونډو د دوام ژمنه یې وکړه.
په غونډه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کورنیو تولیداتو او صنایعو د ملاتړ پر ارزښت هم ټینګار وکړ.
سربېره پر دې، له خصوصي سکتور سره د همکاریو عمده برخې، لکه د مالي او بانکدارۍ زیربناوو پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو کارونه، له خصوصي سکتور سره شراکت، د کوچنیو او متوسطو صنعتونو پراختیا، کرنیزو تشبثاتو پراختیا، د مهارتونو وده، پور ته لاسرسی، او د سوداګریز چاپېریال اصلاحاتو ملاتړ هم وڅېړل شول.
پنجشنبه، د وري ٢١مه، ۱۴۰۴