د شانګهای د پانګوالو له استازي سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست لیدنه

ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، له ښاغلي چنګ، چې د چین د شانګهای ښار د پانګوالو استازی دی، او ورسره مل ټیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د افغانستان د ګډو پانګونو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي چنګ له افغان سوداګرو سره په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو او د سرو زرو د معیاري پروسس په برخه کې د ګډو پانګونو یادونه وکړه او دا ډول پانګونې یې د اقتصادي ودې او د کار فرصتونو د ایجاد لپاره مهمې وبللې. نوموړي له ښاغلي پوپل څخه وغوښتل چې د ګډو پانګونو په برخه کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي پوپل، ښاغلي چنګ او د هغه ملګرو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د راتګ هرکلی ووایه، د افغانستان د اوسنیو پانګوالو فرصتونو مفصل معلومات ورکړل او د اتاق له لوري یې د ټولو هغو پانګوالو لپاره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه چې غواړي په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي پوپل وویل: د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د معاینه‌ لپاره د لابراتوار نشتون افغان سوداګر اړ کوي چې ټولې دا ډول ډبرې د معاینې لپاره له هېواده بهر واستوي، او له افغان سوداګرو سره په دې برخه کې ګډه پانګونه یوه اساسي اړتیا ده. نوموړي د شانګهای د پانګوالو له استازي وغوښتل چې خپل پانګیز پروپوزل له اتاق سره شریک کړي، تر څو اتاق وکولای شي د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ د ځمکې برابرولو او نورو سوداګریزو موضوعاتو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
 
 
 
 
دوشنبه، ۱۸ حمل ۱۴۰۴