د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي او د ازبیکستان د سوداګرو پلاوي ګډه ناسته د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ازبیکستان سفیر ښاغلي آیبیک عثمانوف، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي، د ازبیکستان تجارتي اتشه ښاغلي جمشید بدلوف، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د ازبیکستان د صنعت او سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي یخوبوف دوران او د دوی د مل پلاوي په حضور کې، له محترم مولوي نور جلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره، لیدنه وکړه او د افغانستان د پانګونې فرصتونو یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د مشرتابه د وروستي هدایت یادونه وکړه، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښې اقتصادي اړیکو ټینګار کوي، او زیاته یې کړه: موږ هڅه کوو چې د خپلو ملي ګټو په ساتلو سره، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولرو. نوموړي د حکومت له مشرتابه او ټولو ادارو مننه وکړه چې له هغو سوداګرو سره همکاري کوي، چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه کوي.
نوموړي د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو کښت بندښت، او اداري فساد له منځه وړل، د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او څرګنده یې کړه چې د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي اساسي هدف په افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکو کې پانګونه ده.
ښاغلي عثمانوف د دواړو هېوادونو تر منځ د اوسني فرصتونو په اړه خبرې وکړې او دغه ډول ناستې یې د دوستانه اړیکو په پیاوړتیا او د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې مهمې وبللې.
ښاغلي دوران وویل چې د دوی د سفر هدف له افغان سوداګرو سره د روغتیا سکتور کې د نظریاتو تبادله او د درملو تولیدي فابریکو کې ګډې پانګونې دي، او له محترم وزیر څخه یې د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي الکوزي د یاد پلاوي فعالیتونه محترم وزیر ته تشریح کړل او ترې یې وغوښتل چې د روغتیا سکتور پانګوالو ته لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي د دواړو هېوادونو د درملو پر وارداتي توکو د ترجیحې تعرفو په رامنځته کېدو هم ټینګار وکړ.
محترم مولوي نور جلال جلالي، د ناستې مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، ازبیکستان یې د افغانستان ښه دوست وباله چې دینی او فرهنګي ګډوالې لري، او د هېواد اوسني فرصتونه یې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه وبلله. نوموړي له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې د شفاخانو، طبي سیاحت، او نورو برخو کې پانګونه وکړي، او له ازبیک سوداګرو سره یې په ځانګړې توګه د روغتیا سکتور کې د پانګونې ملاتړ څرګند کړ.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د 1404 کال د وري ۱۷مه،