د پانګونې جلب، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګریزو نظریاتو تبادلې په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له مشرتابه پلاوي سره سوداګریزه ناسته د کابل شهرنو کې د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې ترسره کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال؛ ښاغلی شیرین آغا سخی، د اتاق د مشرتابه پلاوي مالي رئیس؛ ښاغلی سید جاوید برهان، د مشرتابه پلاوي د بهرنیو اړیکو رئیس؛ ښاغلی خانجان الکوزی او ښاغلی سید پرویز سادات هوفیاني، د مشرتابه پلاوي غړي؛ ښاغلی احمد شاه حکیمي، د کابل د اتاق لومړی مرستیال؛ ښاغلی میرزمان پوپل، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست؛ ښاغلی محمد انور عارفي، د پالیسي او تخنیکي چارو مرستیال؛ ښاغلی جمشید بدلوف، د ازبیکستان سوداګریز اتشه؛ ښاغلی یخوبوف دوران، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس او د هغه مل پلاوی؛ حاجي محمد محسن ساحل پرواني، د دوایي اتحادیې مرستیال او د اتاق ارشد مشاور، او یو شمېر د درملو سوداګر ګډون کړی و.
ښاغلي مهمند، د ازبیکستان د اتاق رئیس او د هغه د پلاوي هرکلی وکړ او ګډونوالو ته یې د حکومت د وروستۍ هدایت په اړه معلومات وړاندې کړل چې د ملي ګټو په ساتنه سره، د افغانستان او سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا باندې ټینګار کوي.
نوموړي، د افغانستان د خصوصي سکتور په استازیتوب، د ازبیکستان له جمهور رئیس او سفارت څخه د ترانزیټ پرانیستې له امله مننه وکړه او تېرو دریو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ناستو او نندارتونونو ترسره کول یې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د اسانتیاوو رامنځته کول او د کاري زمینې برابرولو په برخه کې مثبت ګام وباله. هغه د ازبیکستان د اتاق له رئیس څخه وغوښتل چې د افغان-ازبک سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو د تشویق لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند، د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال وروستي سفر ته چې ازبیکستان ته ترسره شوی و، اشاره وکړه او دا ډول سفرونه یې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره مثبت وباله. نوموړي د حکومت له ټولو اقداماتو څخه ملاتړ څرګند کړ چې د افغانستان د خصوصي سکتور د ودې لپاره ترسره شوي.
هغه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو ارقامو ته په اشاره سره، د سوداګرۍ د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې اتاق د افغان-ترانس پروژه او د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان ترمنځ د سترې ګډې پروژې ملاتړ کوي، او دغه ډول پروژې کولای شي د اقتصادي ودې، سوداګریزو فرصتونو پېژندنې او د سیمه ییزې سوداګرۍ زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.
ښاغلي مهمند، وویل چې اتاق د بېلابېلو سکتورونو د ستونزو حل او فرصتونو پېژندلو لپاره تخصصي کمیټې جوړې کړې دي، او له ازبیکستاني سوداګرو سره د درملو تولید برخه کې د ګډو پانګونو غوښتنه وکړه. نوموړي، د افغانستان، ترکیې، آذربایجان، قزاقستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډ اتاق جوړېدل د ترانزیټي اسانتیاوو او اروپایي بازارونو ته د صادراتو د لاسرسي لپاره مهم وبلل، او د ازبیکستان له تجارتي پلاوي یې وغوښتل چې په دې برخه کې له افغان اتاق سره لا زیاته همکاري وکړي.
د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس، د اتاق له مشرتابه څخه د ناستې د جوړېدو له امله مننه وکړه او د خپل سفر موخه یې د سوداګریزو نظریاتو تبادله، په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډو پانګونو هڅونه وبلله. هغه، د افغانستان د درملو او چرګانو د روزنې سکتور کې د ازبک سوداګرو د پانګونې چمتووالي ته اشاره وکړه.
ښاغلي برهان، دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره مهمې وبللې، ازبیکستان یې د افغانستان نږدې دوست او د دیني، فرهنګي ارزښتونو شریک یاد کړ. نوموړي، د ګډې کمېټې جوړول د صادراتو زیاتوالي لپاره اړین وبلل او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیا، او په افغانستان کې د ازبیک پانګوالو پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره مثبت ګام وباله.
ښاغلي الکوزي وویل چې د نوي حکومت له راتګ سره د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې شوي، چې اساسي لامل یې د دواړو هېوادونو د مشرانو او خصوصي سکتورونو ښه نیت دی. نوموړي د ازبکستان د اتاق له رئیس څخه وغوښتل چې د ترانزیټي ستونزو د حل او د منځنۍ آسیا د ترانزیټي لارې د نړیوالو سوداګریزو قوانینو سره سم، له افغانستان سره ګډه همکاري وکړي.