دا ناسته د ښاغلي میر زمان پوپل، د مالي او اداري معاونیت سرپرست، ښاغلي امانت خان زمه وار مالي مفتش، د مرکزي اتاق د بېلابېلو ریاستونو آمرینو او د ولایتونو اتاقونو د عامل پلاوي مدیرانو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې، ښاغلي پوپل د روان کال د اتاق د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له ولایتي اتاقونو یې وغوښتل چې خپل کاري راپورونه چمتو او وړاندې کړي. همدارنګه، نوموړي د تشکیل، بودیجې او د راتلونکي کال د کاري پلانونو په اړه هم لارښوونې وکړې، ترڅو اتاق وکولی شي د روان کال لاسته راوړنې پراخې کړي او راتلونکي کال ته دقیق پلانونه عملي کړي.
وروسته، د بېلابېلو څانګو آمرینو خپلې نظریې او وړاندیزونه له ناستې سره شریک کړل او د ولایتي کارمندانو هڅې یې وستایلې، هغوی ته یې مسلکي مشورې ورکړې او د خصوصي سکتور د خدماتو وړاندې کولو ته یې وهڅول.
په پای کې، د ولایتي اتاقونو عامل مدیرانو خپلې نظریې، طرحې او وړاندیزونه له ناستې سره شریک کړل. د مالي او اداري معاونیت سرپرست ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړي او د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
دوشنبه، د سلواغې ۲۹، ۱۴۰۳