د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه او د بېلابېلو سکتورونو لپاره د تخصصي کمیټو د جوړولو د لړۍ په دوام، د برښنايي وسایلو تخصصي کمیټه او د یادې کمیټې مشرتابه غړي د ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال، ښاغلي میر زمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، ښاغلي عبدالسلام کوهي، د اتاق حقوقي سلاکار او د یادې کمیټې د ګڼو غړو په حضور کې وټاکل.
یاد غونډه د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه، چې په پیل کې ښاغلي پوپل د ګډون کوونکو سوداګرو حضور ته ښه راغلاست ووایه، د اتاق د تخصصي کمیټو د جوړولو په اړه یې معلومات ورکړل، او له هغوی یې وغوښتل چې وروسته له دې خپلې ستونزې د دې کمیټې له لارې له اتاق سره شریکې کړي. نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ملاتړی وباله او ویې ویل چې اتاق د حکومت، بهرنیو مرستندویانو، او د سیمې او نړۍ د خصوصي سکتور استازو ترمنځ د اړیکو پُل دی.
ورپسې، ښاغلي مهمند د هېواد د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او د اتاق د نړیوالو اړیکو یادونه یې وکړه. نوموړي د سوداګرو د پیسو د لېږد ستونزې او د خصوصي سکتور د پیسو کنګل کېدل له لویو خنډونو څخه وبلل، چې د خصوصي سکتور د ودې مخه نیسي. هغه د دې پیسو آزادېدل د اقتصاد د ودې، د هیواد د بیا رغونې، او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد لپاره اړین وبلل.
همداراز، ښاغلي مهمند د ګاونډیو هیوادونو له لوري د ګمرکي ستونزو رامنځته کول د نړیوالو تجارتي قوانینو خلاف وبلل، خو د ایران، چین، او ترکیې له لوري د ویزو ورکولو اسانتیاوې یې د تجارتي اړیکو د ښه والي نښه وبلله. هغه د حکومت د مشرتابه له لارښوونو څخه ملاتړ څرګند کړ، چې په ګډه باید لوی سهامي شرکتونه جوړ شي، او له ټولو الکترونیکي شرکتونو یې وغوښتل چې په ګډه یو لوی برښنايي تولیدي شرکت په هېواد کې جوړ کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د خصوصي سکتور د هڅو ستاینه وکړه، چې د خلکو لپاره د کار زمینه برابروي او د افغانستان بانک سره د افغانۍ د ارزښت په ساتلو کې مرسته کوي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې په خپلو راکړو ورکړو کې له افغانۍ څخه استفاده وکړي، او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې اتاق به د هغو سوداګرو لپاره د ځمکې د وېش په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي، چې غواړي تولیدي فابریکې جوړې کړي.
ښاغلي مهمند، د برښنايي وسایلو رول د خلکو د ژوند د کیفیت په لوړولو، د انرژۍ د انتقال او ویش، او د نوې تکنالوژۍ په برخه کې مهم وباله، او له سوداګرو یې وغوښتل چې خپلې واردات د نړیوالو معیارونو مطابق برابر کړي.
په دې غونډه کې، ښاغلی محمد ابراهیم رسولی د برښنايي وسایلو د کمیټې د رئیس، او ښاغلي عبدالحمید حمیدي او مرتضی اسحاقزي د دې کمیټې د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
ښاغلي رسولی د دې غونډې د جوړولو په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له همکاریو څخه مننه وکړه، د دې کمیټې له لارې د ستونزو د شریکولو او له اتاق سره د همغږۍ ژمنه یې وکړه، او له مشرتابه یې وغوښتل چې د برښنايي وسایلو د سکتور د غړو لپاره په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون اسانتیاوې برابرې کړي.
شنبه، د سلواغې ۲۰مه، ۱۴۰۳