ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي میرزمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال په حضور کې، له ښاغلي جَنگ اونال، په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مهمند، د افغانستان له خصوصي سکتور سره د ترکیې د دولت او سفارت له تلپاتې ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، ترکیه یې یو نېک دوست او له افغانستان سره دیني او کلتوري مشترکات لرونکی هېواد وباله. هغه، د سوداګریزو تبادلو زیاتوالی د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ودې لپاره مهم وباله.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغان سوداګرو لویې ستونزې یادې کړې او ویې ویل چې د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره د ترانزیتي اسانتیاوو نشتون یو جدي خنډ دی. هغه د صادراتي توکو د لېږد، د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې، د سوداګریزو – اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د لېږد او ترانسپورت د لګښتونو او وخت د کمولو او د دواړو هېوادونو د بنسټیزې پراختیا لپاره د اسانتیاوو برابرول مهم وبلل. هغه د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي جَنگ اونال، د اتاق لومړي مرستیال هرکلی یې وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې به همکاري وکړي.
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ د سلواغې ۱۸مه