ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي عزیزالله گردیزي، د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، او د یاد ولایت د یو شمېر سوداګرو په حضور کې، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معین، ښاغلي عبدالمتین سعید، سره وکتل.
ښاغلي مهمند، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معینیت د خصوصي سکتور سره د تلپاتې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پکتیا د سوداګرو مالي ستونزې یې له ښاغلي معین صاحب سره شریکې کړې، او له هغه څخه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو په حل کې جدي پاملرنه وکړي.
د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د دغه ولایت سوداګرو، د مستوفیت له لوري د مالیاتو د اټکلې ارزونې ستونزو ته اشاره وکړه او د عوایدو او ګمرکاتو له معین څخه یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي عبدالمتین سعید، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال او د پکتیا ولایت د سوداګرو تود هرکلی وکړ، د هغوی ستونزې یې واورېدې، او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل لپاره به لازمې همکارۍ وکړي.
چهارشنبه، د سلواغې ١٧مه، ١٤٠٣