ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، او ښاغلي صمیم هاشمي، د حکومت سره د اړیکو د دیپارتمنت مسوول، په حضور کې له ښاغلي عزیزالله گردیزی، د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس، او د یاد ولایت له سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدلې.
ښاغلي گردیزي د پکتیا مستوفیت له لوري د مالیاتو تخمینې ارزونه د یاد ولایت د سوداګرو اساسي ستونزه وبلله او د اتاق له لومړي مرستیال څخه یې وغوښتل چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معینیت سره د همغږۍ له لارې د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي عزیزالله گردیزي او ورسره مل ټیم راتګ ته ښه راغلاست ووايه، د هېواد د اقتصاد په وده او بیا رغونه کې یې د سوداګرو رول مهم وباله، او د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس څخه یې وغوښتل چې د سوداګرو ټولې ستونزې په رسمي توګه اتاق ته وسپاري، ترڅو د اتاق مشرتابه یې له اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي. نوموړي مالیه د اقتصاد د دوران یو اصل وباله او په ګمرکونو کې د مالیاتو د واحد اخېستنې سیستم یې د سوداګرو د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره مهم وباله.
چهارشنبه، د سلواغې ۱۷مه، ۱۴۰۳