د زراعتي او صنعتي ماشین آلاتو کمیټې، د هېواد د زراعت ودې او د دې سکتور د ستونزو د حل په موخه، غونډه جوړه کړه چې پکې ښاغلیو: محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، خان جان الکوزی، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، محمد داوود یوسفزی، د اتاق مشرتابه پلاوي غړی، میرزمان پوپل، د اتاق عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، سردار ولي پښتون، د اتاق ارشد سلاکار، عبدالسلام کوهی، د اتاق حقوقي سلاکار او د یادی کمیټې ګڼ شمېر غړو ګډون درلود چې د یادې غونډې په پایله کې، د کمیټې نوی رئیس او مرستیالان وټاکل شول.
ښاغلي پوپل، د زراعتي او صنعتي ماشین آلاتو کمیټې د مشرتابه غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق سره د بېلابېلو کمیټو د غړیتوب په اړه معلومات ورکړل. هغه له دوی وغوښتل چې له دې وروسته د ماشین آلاتو سکتور ټولې ستونزې د دې کمټې له لارې له اتاق سره شریکې کړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور د ګټو مدافع او له حکومت سره یې د اړیکو پل وباله او له یادې کمیتې یې وغوښتل چې خپل ټول فعالیتونه د اتاق د اساسنامې له مخې ترسره کړي.
ښاغلي الکوزي، د کمیټو د دندو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د بېکیفیته توکو له وارداتو څخه مخنیوی وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې اتاق به د یاد سکتور د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې، ښاغلی حاجي عبدالله د زراعتي او صنعتي ماشین آلاتو کمیتې د رئیس، او ښاغلي هر یو: عبدالغفار قاسمي، قاري محمد حسن سلامزی، توریالي رحماني او حاجي داوود نیکبین د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
سه شنبه، د سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۳