د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان بانک له لوري د افغانیو د ثبات د ساتلو لپاره د وروستیو اقداماتو د هرکلي په موخه مطبوعاتي کنفرانس د "د خصوصي سکتور له لوري د افغانستان بانک د وروستیو اقداماتو د بشپړ ملاتړ" تر سرلیک لاندې د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کړ.
په دې کنفرانس کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، صدیق الله خالد، د افغانستان بانک مرستیال، شیرین آغا سخي، د اتاق مالي چارو رئیس او د پیشه ورانو اتاق د مدیره پلاوي رئیس، خان جان الکوزی، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، محمد داوود یوسفزی او ضیاالدین اڅکزی، د مشرتابه پلاوي غړي، احمد شاه حکیمي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، میرزمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، بهرام خان ځدراڼ، د صرافانو ټولنې رئیس، د بیلابیلو سکتورونو د ټولنو مشران، د رسنیو استازي او یو شمېر سوداګر او پانګوال ګډون درلود.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو او لاسته راوړنو ته اشاره وکړه. نوموړي وویل، له نوي حکومت سره د همکارۍ له لارې اتاق د خصوصي سکتور ستونزو ته رسیدګي کړې، چې د ۴۵۰۰ تجارتي کانټینرونو خلاصون له کراچۍ بندره د دې لاسته راوړنو یوه مهمه بېلګه ده.
نوموړي د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ترکمنستان، ازبیکستان، قرغیزستان، متحده عربي اماراتو، قطر او هندوستان سره د اتاق اړیکې عادي وبللې او له اروپايي هېوادونو یې غوښتنه وکړه، چې د خصوصي سکتور د غړو لپاره د ویزې ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال د متحده عربي اماراتو د سوداګرۍ له رئیس سره د خپلې وروستۍ ناستې یادونه وکړه، چې په هغې کې د تجارتي اړیکو د ښه والي، د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو، ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو پر تنظیمولو بحث شوی و. نوموړي د صادراتو زیاتوالی د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم وباله.
محترم مهمند د خصوصي سکتور لپاره د حکومت د وروستیو اسانتیاوو ستاینه وکړه او له دولتي ادارو یې وغوښتل، چې د پانګوالو لپاره نورې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړي. همداراز، نوموړي مالیه د هېوادونو د اقتصادي دوران مهم اصل وباله او د گمرکونو له لارې د واحد مالیاتي سیستم پر عملي کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند، د افغانستان بانک او د صرافانو اتحادیې وروستي اقدامات د افغانیو د ارزښت د ثبات لپاره مهم وبلل او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل، چې د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره له افغانیو څخه استفاده وکړي. نوموړي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د هېواد د اقتصادي ودې او زیربنایي پروژو د پرمختګ لپاره حیاتي وبللې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د دغو شتمنیو د آزادولو او د افغان سوداګرو لپاره د بدیلو ترانزیتي لارو د موندلو په برخه کې ځانګړې همکاري وکړي.
محترم مومند، د تولیدي فابریکو لپاره د کافي برېښنا نشتون یوه جدي ستونزه وبلله او له اړوندو دولتي ادارو یې د دې ستونزې د حل لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه. نوموړي، د افغانیو د ثبات لپاره د افغانستان بانک د وروستیو اقداماتو څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلي مهمند، د هېواد له رسنيو په ځانګړې توګه له طلوع او ملي تلويزيون څخه مننه وکړه، چې دغه کنفرانس ته يې په ژوندۍ بڼه پوښښ ورکړ.
ښاغلي صدیق الله خالد، د دې کنفرانس د تنظیم له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مننه وکړه او د افغانیو د ثبات لپاره یې د خصوصي سکتور رول مهم وباله. نوموړي له ټولو افغان سوداګرو وغوښتل، چې په خپلو راکړو ورکړو کې افغانیو ته لومړیتوب ورکړي. همداراز، نوموړي د افغانستان بانک وروستي اقدامات، چې د افغانیو د ثبات د ساتلو په موخه ترسره شوي، ګډونوالو ته توضیح کړل او ډاډ یې ورکړ، چې بانک به د اسعارو د قاچاق د مخنیوي لپاره خپل اقدامات لا پراخ کړي.
ښاغلي بهرام خان ځدراڼ، د صرافانو ټولنې له لوري د تېرو درې کلونو خدماتو چې د افغانیو د ارزښت د ثبات لپاره یې له حکومت سره یی ترسره کړي دي یادونه وکړه. نوموړي، له هغو افغان سوداګرو چې په بهر کې پانګونه لري، وغوښتل، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد د بیارغونې او د خلکو د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره اساسي رول ولوبوي.
ښاغلي خان جان الکوزي، د افغانستان بانک له لوري د شتمنیو د ژر تر ژره کارولو د اقداماتو ستاینه وکړه او د رسنیو رول یې د عامه پوهاوي او د واقعیتونو د روښانه کولو په برخه کې حیاتي وباله. همداراز، نوموړي له دولتي ادارو وغوښتل، چې د بیې کنټرول او د افغانیو د ارزښت د ثبات ساتلو لپاره جدي تدابیر ونیسي.
نوموړي، سرای شهزاده د هېواد د مهمو اقتصادي مرکزونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې په استثنایي شرایطو کې د وارداتي توکو لپاره ځانګړي تعرفې رامنځته شي، تر څو د لومړنیو موادو او نورو مهمو اجناسو بیې کنټرول شي.
دوشنبه، د سلواغې ۱۵مه، ۱۴۰۳