ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي حاجي عبدالاحد اکا، حاجي ظاهر، یوسف یوسفي او د سویلي حوزې د یو شمېر نورو سوداګرو په شتون کې، له ښاغلي عبدالمتین سعید، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معین سره لیدنه وکړه او د یادو ولایتونو د سوداګرو د ستونزو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مهمند، د سویلي حوزې د سوداګرو اساسي ستونزې یادې کړې، چې پکې د مالیې لوړوالی، د هند هېواد د ویزې د صادرولو اسانتیاوو نشتون، د بانکي تضمینونو ترلاسه کولو محدودیت، سیمې او نړۍ ته د پیسو لېږدولو اسانتیاوو نشتون، او د مالیاتو د ارزونې په بهیر کې د اسانتیاوو نه شتون شامل دي. هغه له ښاغلي معین څخه غوښتنه وکړه چې د پورته ستونزو، په ځانګړي ډول د مالیاتو د ارزونې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي مالیه د هېواد د اقتصاد د خوځښت اصل وباله او په ګمرکاتو کې د واحد مالیاتي سیستم پر تطبیق یې ټینګار وکړ.
د سویلي حوزې سوداګرو د اتاق د لومړي مرستیال خبرې تایید کړې، خپلې ستونزې یې یادې کړې او له ښاغلي معین څخه یې د دې ستونزو د حل لپاره د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي سعید، د اتاق د لومړي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د صادرونکو سوداګرو لپاره به د قسطوار مالیاتو د تادیې اسانتیاوې رامنځته کړي. همداراز، نوموړي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي بڼه معینیت ته وسپاري، ترڅو معینیت یې له حکومت سره شریکې کړي او د مناسب حل لپاره لازم اقدامات وشي.
یکشنبه، د سلواغې ۱۴مه، ۱۴۰۳