د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالی او اداري مرستیال د هرات ولایتي اتاق مسوولینو سره انلاین غونډه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو ښه وړاندې کولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو په موخه د ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالی او اداري مرستیال سرپرست، عبدالسلام کوهی حقوقي سلاکار، امانت ذمه وار مالي مفتش، او د اتاق د مختلفو څانګو د مسوولینو په ګډون د هرات ولایتي اتاق اجرائیه مسوولینو سره انلاین غونډه وکړه.
 
ښاغلي پوپل، د غونډې اساسي موخه د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه یاده کړه او د مرکز او ولایتونو کارکوونکو د شپې او ورځې هلو ځلو ستاینه وکړه. نوموړي، د خصوصي سکتور د غړو لپاره د خدمتونو ښه وړاندې کولو، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو، د هرات فرصتونو او ستونزو د پېژندلو لپاره غونډو جوړولو، او په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې د هڅونې په اړه لازمې لارښوونې وکړې. هغه، د ولایتي اتاقونو د ستونزو پر حل، د غړو جذب، د صادراتو زیاتوالی، د کارکوونکو د ظرفیت لوړول او نورو اړوندو موضوعاتو باندې ټینګار وکړ.
همدارنګه د مرکزي اتاق سلاکار او د څانګو مسوولینو د حقوقي مسایلو او اړوندو برخو کې د خدمتونو د ښه وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
د هرات ولایتي اتاق اجرائیوي مسوولینو د دې ډول انلاین غونډو هرکلی وکړ، خپلې ځانګړې ستونزې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه ریاست څخه د ولایتي اتاقونو د ستونزو په حل کې د لا زیات پام غوښتنه وکړه.
 
 
 
 
 
 
شنبې، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱مه