د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر له رییس سره وليدل

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، چې یو شمېر د لومړنیو موادو سوداګر او پانګه وال هم ورسره ملګري وو، د حکومت د ریاست الوزرا د عالي مقام د دفتر له رییس، ښاغلي ډاکټر عبدالواسع، سره ملاقات وکړ او د اتحادیې او د لومړنیو موادو سوداګرو ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
 
ښاغلي مهمند، د حکومت له دایمي ملاتړ څخه مننه وکړه او له ډاکټر عبدالواسع څخه یې وغوښتل چې د مالیې وزارت له قوانینو او مقرراتو سره سم د ګمرکي تعرفو په راټیټولو کې همکاري وکړي.
ښاغلي ډاکټر عبدالواسع، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او ورسره سوداګرو هرکلي وکړ او د لومړنیو موادو د سوداګرو لویې ستونزې یې واورېدلې، ژمنه یې وکړه چې د ګمرکي تعرفو د لوړوالي موضوع به وڅېړي او د راټیټولو لپاره به اړینه همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
سه شنبه، تلې۲۴مه، ۱۴۰۳