د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال کندهار ته سفر او د یاد ولایت د سوداګرۍ اتاق له رئیس سره لیدنه

ښاغلي خیرالدین مایل احمدی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې ښاغلی محمد داود یوسفزی، د مرکزي اتاق غړی او یو شمېر مهم سوداګر یې ملګري وو، د سوداګریزو موضوعاتو او د ولایتي اتاقونو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه لیدنه وکړه او له ښاغلي محمد صدیق مهمند، د کندهار د اتاق له رئیس سره یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند او د اتاق نورو غړو د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي راتګ هرکلی وکړ او د سوداګرۍ او پانګونې اړوند کلیدي موضوعاتو او د خصوصي سکتور په رول یې خبرې وکړې.
ښاغلي مایل احمدي، د کندهار د اتاق د مشرتابه د مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ، په دې ولایت کې سوداګریزې ستونزې او فرصتونه واورېدل او کندهار یې له اقتصادي پلوه یو له ستراتېژیکو ولایتونو څخه یاد کړ او په تولیدي او بنسټیزو برخو کې یې د ګډو پانګونو پر تطبیق کولو ټینګار وکړ.
 
 
شنبه، تلې ۲۱مه، ۱۴۰۳