اغلې روزا اوتنبايو، په کابل کې د يوناما د دفتر رئیس، پداسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او يو شمېر پانګه وال يې ملتيا کوله، د امام ابوحنيفه (رح) دریم ملي او نړیوال نندارتون له بېلابېلو سکتورونو او غرفو څخه ليدنه وکړه.
اغلې اوتنبايو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د امام ابوحنيفه (رح) نندارتون د جوړېدو لپاره مننه وکړه او د دغو نندارتونونو رول يې د اقتصادي ودې او د هېوادونو د توليداتو په معرفي کولو کې مهم وباله. هغې، ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې د بنسټونو په بيارغونه او د خصوصي سکتور په ملاتړ کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ښاغلي محمد يونس مهمند، د اغلې روزا اوتنبايو او د هغې د ټيم هرکلی وکړ او د يوناما دفتر د همکاريو څخه يې مننه وکړه چې د افغانستان په بيا رغونه او د خصوصي سکتور په ملاتړ کې مرسته کوي. هغه، د افغانستان او د سيمې او نړۍ د ټولو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.