ښاغلي محمد يونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال، چې ښاغلي ميرزمان پوپل، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستيال يې ملتيا کوله، د امام ابوحنيفه ملي او نړيوال نندارتون له غرفو څخه ليدنه وکړه او له بېلابېلو د غرفو مسوولينو سره يې خبرې وکړې.
دغه نندارتون د کورنيو او بهرنيو شرکتونو او سوداګرو په ګډون په کابل کې د توليداتو د معرفي کولو او د سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا په موخه جوړ شوی دی.
د دې ليدنې په لړ کې، ښاغلي مهمند، له بېلابېلو سکتورونو لکه صنعت، کرنه، خدمات او نورو برخو څخه د شرکتونو له استازو سره خبرې وکړې او د هغوی د توليداتو، نوښتونو او لاسته راوړنو په اړه يې معلومات تر لاسه کړل. نوموړي، د ايران له غرفه لرونکو سره په خبرو کې، د دې نندارتون په مهم رول ټينګار وکړ چې د کورنيو توليداتو د معرفي کولو او د افغانستان، ايران او نورو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو د اسانتيا سبب ګرځي.
ښاغلي مهمند، د نندارتون له جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ، څرګنده کړه چې داسې پروګرامونه کولی شي د ملي اقتصاد د پياوړتيا، د صادراتو د زياتوالي او د بهرنيو پانګونو په جذب کې مرسته وکړي. هغه، د کورنيو توليداتو د زيات ملاتړ او د نړيوالو همکاريو لپاره د مناسبو زمينو د برابرولو پر اړتيا ټينګار وکړ.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو هڅو يوه برخه ده چې موخه يې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې ترويج او پراختيا ده.