د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چین هیواد له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلیو: محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړيمرستیال، خیرالدین مایل احمدي سوداګریز مرستیال، شیرین آغا سخي مالی رئیس، سید جاوید برهان نړیوالواړیکورئیس، خانجان الکوزی، سلطان محمد صافي، سید پرویز سادات هوفیاني، احمد شکیب احمدیار مشرتابه پلاوي غړي، احمدشاه حکیمي د کابل اتاق مرستیال، میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال، توکل خرم د شخړو حل مرکز رئیساو عبدالمتین غالب د چین له سفیر ښاغلي جاوجینګ او د هغه له ټیم سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل. دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، د چین د مالي مرستو او له افغانستان سره د پراخو همکاریو مننه وکړه او د چین د سوداګریزو کنفرانسونو او ناستو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه د چین پرمختللې تکنالوژۍ یادونه وکړه او د یوه ګډ نندارتون او د ګډ سوداګریز مارکېټ د جوړولو لپاره د همکاریو غوښتنه وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال، د واخان دهلیز یې د چین او افغانستان تر منځ د وصل نقطه وبلله او زیاته یې کړه: دا دهلیز د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا کې مهم رول لري او د چین له سفیر څخه یې پدې برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مایل احمدي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او له سفیر څخه یې وغوښتل چې د ماشینونو وارداتو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او له سفیر څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د جلغوزو د صادراتو په اړه معلومات ورکړل او د چین له حکومته یې د جلغوزو په انتقال کې د مرستې غوښتنه وکړه.
هغه، د افغانستان په صادراتي توکو د چین لخوا د ځينو خنډونو شتون یو له لویو ستونزو څخه ياد کړل او د چين له هېواده یې وغوښتل تر څو د یادو ستونزو د حل په موخه همکاری وکړي.
ښاغلي جاوجینګ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې ددې ناستې له جوړولو مننه وکړه.
هغه، له افغانستان سره د چین د سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له دې وروسته به افغانستان خپل انار چین ته صادر کړای شي او همدارنګه زمینه یې وکړه چې د افغانستان په صادراتي مالونو لپاره به شته خنډونه له منځه وړي.
 
 
سه شنبه، تلې ١٧مه،١٤٠٣