د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوِي په امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ایرانی غرفو څخه لیدنه وکړه

ښاغلي توکل احمدیار رئیس عمومي د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی رئیس د ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، سید جاوید برهان د نړیوالو اړیکو رئیس، سلطان محمد صافی، خانجان الکوزی، سید پرویز سادات هوفیانی او احمد شکیب احمدیار د مدیره پلاوي غړي د کابل د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي سید جمیل سادات، لومړی مرستیال احمد شاه حکیمی او د هیات عامل مالي او اداري مرستیال میرزمان پوپل او د عظیمي شرکتونو ګروپ رئیس ذلګی عظیمي په ګډون د ایران تولیداتو له غرفو لیدنه وکړه او د ایران-افغانستان اتاق رئیس ښاغلي سیادت، د خراسان رضوي اقتصادي معاون ښاغلي نوري زاده او د هغوی له ټیم سره یې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
ښاغلي توکل احمدیار، ښاغلي سیادت او ښاغلي نوري زاده ته هرکلی ووایه او د هېواد د موجودو فرصتونو په اړه یې معلومات ورکړل او له ښاغلي سیادت یې وغوښتل چې ایرانی سوداګر په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي توګه په کانونو کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دواړو هېوادونو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د سوداګرو ستونزو د حل لپاره یې د یوې ګډې کاري کمېټې جوړول مهم وبلل. نوموړي د افغان سوداګرو ستونزې له ښاغلي سیادت سره شریکې کړې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي سید جاوید برهان، ایران یو ښه دوست او د دیني، کلتوري او اقتصادي او تجارتي ګډو اړیکو لرونکی هېواد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت کې یې د ګډ اتاق رول مهم وباله.
ښاغلي سیادت، په افغانستان کې په بېلابیلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د ایران د سوداګرو هڅولو په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د ګډ اتاق د کارونو په پراختیا ټینګار یې وکړ.
 
 
دوشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۴۰۳