ددې مرکز په پرانست مراسمو کې، د ازبیکستان لومړی وزیر او سوداګرۍ وزیر، د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون کړی و.
د دواړو لوریو چارواکو، د دې مرکز پر اهمیت او په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې د یاد مرکز پر نقش خبرې وکړې او دا یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوۍ فصل وباله.
د "اینترمکس" نړیوال سوداګریز مرکز د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په پوله نږدې د سرخان دریا ولایت کې جوړ شوی دی. د دې پروژې مساحت ۲۶۰۰۰۰ متره مربع دۍ او په کې پلورنځي، تولیدي سیمې، د صادراتو او وارداتو لپاره د لوجستیک مرکز، رستورانتونه، مهمانخانې، د نړیوالو طبي خدماتو مرکز، د تیلو ټانک، د مصنوعي اوبو د تولید لویه سیمه او تفریحي ځای شامل دي.
د دې نړیوال سوداګریز مرکز جوړولو موخه د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو آزادانه تبادله ده. د دې ګډ بازار له پرانست وروسته، د افغانستان اتباع کولای شي پرته له ویزې د ۱۰ ورځو لپاره په دې سیمه کې د توکو اخیستلو او استراحت لپاره سفر وکړي.