د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر سره وکتل

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر ښاغلي جنک اونال، سره وکتل، د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګرو ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.
 
په دې ناسته کې، ایمره اونال په افغانستان کې د ترکیې سفارت سوداګریز اتشه او عبدالمتین غالب د اتاق د نړیوالو اړیکو مسئول هم ګډون درلود. په پیل کې، ښاغلي مهمند، د ترکیې د شریف ملت له همکارۍ څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه، همدارنګه له ښاغلي سفیر څخه وغوښتل چې هېواد یې وهڅوي ترڅو په افغانستان کې لا ډیره پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان په عمومي امنیت، د کوکنارو په بندیز او د فساد په له منځه وړلو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د ټولو سکتورونو لپاره د پانګونې شرایط برابر شوي دي.
په پای کې، د اتاق لومړي مرستیال، له ترکیې سفارت څخه وغوښتل چې د یاد هېواد سوداګر او پانګه ‌وال د امام ابوحنیفه دریم ملی او نړیوال نندارن ته د ګډون په موخه راوبولي.
ښاغلي اونال، د مطرح شویو موضوعاتو هرکلی وکړ او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنې ترڅنګ، زیاته یې کړه چې ترکیه په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې لیوالتیا لري. هغه، همدارنګه خبر ورکړ چې DIEK، MUSIAD او TICA به په یاد نندارتون کې د یو سوداګریز پلاوي سره ګډون وکړي.
 
 
سه شنبه، وږي ۶مه ۱۴۰۳