په هرات ولایت کې د چهارسوی گذره څلور لاره، چې د برادران مهمند د خوراکي توکو او غیر الکولي مشروباتو شرکت په نوښت په معیاري ډول جوړه شوې وه، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه. په دې مراسمو کې ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د هرات ولایت مقام مرستیال، ښاغلي محمد اسحاق آخوندزاده، د افغانستان د ښاروالیو رئیس، ښاغلي عبدالمتین قلندری، د اتاق څارنې پلاوي منشي او د غزني اتاق رئیس، ښاغلي محمد یونس قاضي زاده، د هرات اتاق رئیس، ښاغلي عبدالله دشتي، د هرات اتاق خدماتي مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل، د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، محترم غلام فاروق مهمند، د برادران مهمند شرکتونو د ګروپ رئیس، محترم جان آقا نوید، د اتاق د عامه اړیکو مسئول، سوداګر او پانګوال او د سیمې خلک ګډون درلود.
ښاغلي مهمند، د برادران مهمند د خوراکي توکو او غیر الکولي مشروباتو شرکت له مشرتابه څخه د دوی د لویو پانګونو او د دې معیاري څلور لارې د جوړولو له امله مننه وکړه او دا یې د وطنپالنې او هیواد او خلکو ته د ژمنتیا نښه وبلله. هغه خصوصي سکتور د حکومت همکار وباله او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې د هیواد په آبادۍ او بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.
د اتاق لومړي مرستیال، هرات د هیواد یو له ستراتیژیکو اقتصادي ولایتونو څخه یاد کړ او د دې ولایت له خصوصي سکتور څخه یې وغوښتل چې د موجوده فرصتونو په پام کې نیولو سره هیواد کې په رغنیزو چارو کې لاس یو کړي.
ښاغلي مهمند وویل: افغانستان د پرمختګ په حال کې دی او له نړۍ سره یې ښې سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي دي. هغه د اصنافو د مالیاتو په کمولو کې د مشرتابه مقام وروستۍ هڅه وستایله.
دا څلور لاره د څو میاشتو په اوږدو کې په معیاري ډول او د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده، چې د هرات ښار په ځانګړي توګه د گذره سیمې ښکلا یې زیاته کړې ده.