ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست او ښاغلي جان آقا نوید د اتاق د عامه اړیکو مسئول، هم ورسره ملګري وو، د ښاغلي محمد یونس قاضي زاده، د هرات د اتاق رئیس، محترم احمد سعید صدیقي، د هرات د اتاق تجارتي مرستیال، محترم محمد اسحاق آخوندزاده، د افغانستان د ښاروالیو عمومی رئیس، او محترم عبدالله دشتي، د هرات اتاق خدماتي مرستیال په شتون کې د تلاسیمیا ناروغیو د درملنې روغتون د جوړولو بهیر څخه لیدنه وکړه، چې په هرات کې د خصوصي سکتور د غړو او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ او نوښت په پایله کې جوړېږي.
ښاغلي محمد یونس قاضي زاده، د اتاق مرستیال او د دوی مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ددې روغتون په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغه روغتون د سوداګرو په ملاتړ او د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نوښت جوړېږي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دې روغتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې د هېواد د خصوصي سکتور د غړو د دې نوښت قدرداني وکړه او دا ګام یې د هېواد او د خلکو په وړاندې د ژمنې نښه وبلله.
ښاغلي مهمند، د تلاسیمیا د ناروغیو د درملنې روغتون د جوړولو اړتیا ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د اړوندو حکومتي ادارو د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره له دولتي ادارو سره په همغږۍ کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.