ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، او ښاغلي خانجان الکوزی، د اتاق د مدیره پلاوي غړي، په داسې حال کې چې ښاغلیو: د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین، سید جمیل سادات د کابل اتاق رئیس، احمد شاه حکیمي د کابل اتاق لومړی مرستیال او همایون خواجه زاده د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداگریز مرستیال، حاجي زلمی د ملت سوداګریز مارکېټ رئیس، او د هیواد یو شمېر سوداګرو او پانګوالو یې ملتیا کوله، په کابل ښار کې د نوي جوړ شوي "ملت سوداگریز مارکېټ" د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي حاجي زلمی، د ملت سوداګریز مارکېټ رئیس، د دې مارکېټ د جوړولو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: یاد مارکېټ په ۴۲۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی او ۴۸۰ تجارتي دوکانونه لري چې ارزښت یې ۴ ملیونه امریکایي ډالر ده او پکې ټول نړیوال ساختماني معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د حکومت له مشرتابه څخه د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه. هغه د خصوصي سکتور له خوا د داسې تجارتي مارکېټونو جوړول د کارموندنې، د ښار ښکلا او د هېواد د اقتصاد په پرمختګ کې یو مثبت ګام وباله او د اتاق له هر اړخیزې همکارۍ څخه یې سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ.
د اتاق لومړي مرستیال، په تیرو درې کلونو کې د حکومت د لویو لاسته راوړنو په توګه د سرتاسري امنیت ټینګښت، د اداري فساد له منځه وړل، او د کوکنارو د کر د مخنیوي یادونه وکړه او د دې ډول لاسته راوړنو اهمیت یې د خصوصي سکتور د تقویت لپاره خورا مهم وباله. هغه له ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو څخه چې په بهرنیو هیوادونو کې مېشت دي، وغوښتل چې خپل هیواد ته راستانه شي او په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي خانجان الکوزی، د خصوصي سکتور څخه یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داسو پانګونو هرکلۍ وکړ، او د دې ډول تجارتي مارکېټونو رول یې د سوداګرۍ په پراختیا او د اقتصادي ودې په برخه کې خورا مهم وباله.