د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغانستان د بریا او اقتصادي پرمختګ نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په داسې حال کې چې ښاغلیو: محمد حلیم مستعین، د اتاق عامل پلاوي سرپرست، میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو اړیکو رییس، خان محمد فروتن د زراعت او مالدارۍ اتاق رییس، سخی احمد پیمان، د صنایعو او کانونو اتاق مرستیال، سوداګرو او پانګوالو یې ملتیا کوله، په کابل ښار کې د کاپیساي باستان شرکت له خوا د جوړ شوي (افغانستان د بریا او اقتصادي پرمختګ نندارتون) د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند، د کاپیساي باستان شرکت مسئولینو څخه د دې نندارتون د جوړولو له امله ستاینه وکړه او دغه ډول نندارتونونه یې د هیواد د تولیداتو په معرفي کولو او د صادراتو په زیاتولو کې مهم وبلل. هغه له حکومتي مسئولینو او د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې په خپلو مراسمو کې له داخلي تولیداتو څخه استفاده وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس پر اهمیت ټینګار وکړ او له اړوندو حکومتي ادارو څخه یې وغوښتل چې د هیواد د تولیداتو د صادراتو لپاره سوداګرو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه همدارنګه د ګاونډیو هیوادونو او سیمې بازارونو ته د لاسرسي اهمیت د صادراتو په پراختیا کې خورا مهم وباله.
ښاغلي مهمند، په دې وروستیو کې د حکومت له لوري د مالیاتو کمېدو او له تېلو ټانکونو څخه د ثابتو مالیاتو د اخستلو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او دغه اقدام یې د سوداګرو لپاره یو مثبت ګام وباله.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د صادراتو حجم د مرکزي او جنوبي آسیا هیوادونو ته یو نیم میلیون ټنه وباله او له ټولو داخلي او خارجي سوداګرو او پانګوالو څخه یې وغوښتل چې له موجوده فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره په بيلابیلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان- ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو هوکړې لاسلیک د اقتصادي-تجارتي اړیکو د ښه کولو او همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او له نورو ګاونډیو هیوادونو سره یې د ښو اقتصادي او تجارتي اړیکو غوښتنه وکړه.
 
 
پنجشنبه، وږي ۱، ۱۴۰۳