ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال له ښاغلي زو زومینګ د چین بیجینګ ښار د وکیلانو د ټولنې له رئیس او مل ټیم سره د اتاق په مرکزی دفتر کې وکتل او په افغانستان کې یې د خیریه موسسې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي زو، د بیجینګ په ښار کې د يادې موسسې د خیریه فعالیتونو په اړه چې په بیلابیلو برخو کې لکه: د روغتونونو او ښوونځیو جوړول، زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابرول او بې وزلو خلکو ته مالي مرستو رسول، ول د اتاق لومړي مرستیال ته معلومات وړاندې کړل. هغه، د افغانستان خلګو لپاره د خیریه فعالیتونو د پراخولو او د یادې موسسې د څانګې جوړولو په موخه، د اتاق د همکاري غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، ښاغلي زو زومینګ او د هغه ټیم ته هرکلی وویل او د فقر د کموالي او د انساني سرچینو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د خیریه موسسو رول مهم وګاڼه او د اتاق له هر اړخیزو همکاریو په ځانګړې توګه هېواد کې د يادې موسسې د څانګې په جوړولو او د عام المنفعه پروژو په معرفی کولو کې یې ډاډ ورکړ.