د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د سلیمان خافی خیریه بنسټ له خوا جوړ شوی د ۱۰۰ کورنیو د هستوګنیز ښاګوټی د پرانیستې په مراسمو کې چې د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د خصوصی سکتور غړو، د اقتصادی چارو د مرستیال دفتر رییس، د اقتصاد وزارت مرستیال، د ښار جوړولو او کور جوړونې مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو اړیکو رییس محمد زوبیر دین پرور، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفتو او ګازو د کمېټې رییس جان اغا صادقی، په ایران کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال فیض محمد خافی، د خافی ګروپ مشر او د سویل لویدیز زون سوداګر او پانګه اچوونکو ځایې مشران په شتون د ۱۰۰ کورنیو د هستوګنیز ښارګوټی د پرانیست غونډی کې ګډون وکړل.
ښاغلی فیض محمد خافی، د ۱۰۰ کورنیو هستوګنیز ښار د پرانیستې په مراسمو کې د دولت او خصوصی سکتور د مشرتابه لوړ پوړی شتون ته هرکلی وکړل او ددی ښارګوټی د جوړولو په اړه یې معلومات ورکړل.
محترم عبدالله عزام، د حکومت د اقتصادی مرستیال پیغام چې په هغه کې یې د سلیمان خافی خیریه بنست له لوری د زنده جان ولسوالۍ اغیزمنو خلکو ته د داسې ښارګوټی د جوړولو لپاره د ستاینو تر څنګ د افغانستان خصوصی سکتور یې د حکومت د وړتیا ملاتړی بللی وو ګډونوالو ته خپور کړل.
ښاغلی محمد یونس مهمند د سلیمان خافی خیریه بنسټ له خوا د هرات د زلزلې د قربانیانو لپاره د دغه ښارګوټی د جوړولو ستایلو ترڅنګ د خافی ګروپ له مشرتابه څخه یې مننه وکړه.
ښاغلی مهمند د حکومت له مشرتابه څخه وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د صنعتی ښار جوړونې په برخه کې له خصوصی ستکور سره همکاری وکړی او په دې برخه کې یې د خصوصی سکتور ملاتړ اعلان کړل. هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو څخه چې د افغانستان خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې وعده ورکړل او د هرات ولایت له سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد د جوړولو او د اوسنی نظام د ملاتړ لپاره په ګډه کار وکړی.
د اتاق لومړی مرستیال په هرات ولایت کې د سوداګرو د پانګونې یادونه وکړه او دا یې د هېواد د خلکو لپاره د ژمنتیا او اخلاص نښه وبلله.ښاغلی عبداللطیف نظری هرات ولایت یې یو له هغو ولایتونو څخه یاد کړ چې ځانګړی اقتصادی دریځ لری او د دې ولایت له سوداګرو څخه یې مننه وکړل چې هر وخت له طبیعی پیښو له قربانیانو سره مرسته ګړی.
د سل فامیلی استوګنځی ښارګوټی د زلزلې له امله اغیزمنو 100 کورنیو لپاره، د استوګنې کورونه د ټولو اړینو تاسیساتو سره او د هیواد طبیعی وضعیت سره سم جوړ شوی کوم چې دوی ته د شفافې پروسې په جریان کې توزیع شوی.
د اتاق لومړی مرستیال هم د هرات د ګازو له سوداګریز کمپلیکس څخه لیدنه وکړه، هغه یې په هیواد کې یو له لویو معیاری مرکزونو څخه وباله او په دې پروژه کې د ښکېلو کسانو د هڅو ستاینه یې وکړه.
د دې کملیکس رییس د پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: "دغه کمپلیکس ۸ پوړونه او د سوداګرۍ دفترونه لری او د ورځنې په ټولو تجهیزاتو سمبال دی.
په دې لویه پروژه کې رستورانتونه ، جوماتونه، د پارکینګ پراخه ځایونه، د بریښنا عصری سیسټمونه، کانالیزیشن، معیاری left، او د سړې او تودوخې سیسټم ځای په ځای شوي چې له دریو کلونو راهیسې کار پری روان دی.
پنچشنبه، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳