د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې هوايي کرښو کارګو له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د صادراتو او پانګونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل د ترکيې هوايي کرښو کارګو له عمومي رئیس ښاغلي سرکان سونمز سره لیدنه ترسره او افغانستان ته د ترکيې د هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پیل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي سرکان د ترکش ایرلاین د الوتنو د بیا پیلولو خبر ورکولو ترڅنګ، د هندلینګ خدماتي شرکت چې د افغانستان د فضايي مدیریت مسؤلیت په غاړه لري د لا زیاتو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي جوپو د انتقال په برخه کې يې د ترکي هوايي شرکتونو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي الکوزي د ښاغلي سرکان او ملګري ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ترکیه له افغانستان سره د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو لرونکی هېواد وباله او د ملکي هوايي چلند او فضايي خدماتو ادارې سره يې د هوايي خدماتو تسهیل او آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د اتاق د همکارۍ ژمنه وکړ.

 

دوشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۴۰۳