د کوچنیو او منځنیو سوداګریو څخه د ملاتړ محدود المسؤلیت شرکت، دکوچنیو او منځنیو سوداګریو ملاتړ په موخه، د اسلامي پورونو خدماتو روزنیز پروګرام په اتاق کې جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.
ښاغلي عارفي د یاد شرکت له مسؤلینو څخه د مننې په څرګندولو سره، ورته روزنیز پروګرامونه اړین وبلل او زیاته يې کړه چې د خصوصي سکتور وده او رغښت په حلالو سوداګریزو معاملو ترسره کولو او له سودي معاملو څخه په ډډه کولو پوری تړلی دی.
همدارنګه، ښاغلي عارفي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په خپلو ورځنیو چارو کې له سودي معاملو څخه ډډه وکړي او اسلامي احکام په ځان تطبیق کړي.
دغه راز، ښاغلي عارفي د خصوصي سکتور ودې په موخه، د اړینو او ګټورو پروګرامونو جوړولو خبرداری ورکړ.د پروګرام په جریان کې، د یاد شرکت مسؤلینو له لوري معلوماتي پریزنټیشن وړاندی چې له مخې يې ګډون کوونکو ته د اسلامي پورونو د لاسته راوړنې او له سودي بیعو څخه د ډډې کولو لارې چارې وښودل شوې او ګډون کوونکو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.
پنجشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۴۰۳