د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د ماليې وزارت سرپرست، د افغانستان بانک سرپرست، د اقتصاد وزارت مرستیال، د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام ادارې مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت رئیس، د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د تازه میوې اتحاديې رئیس ښاغلي اختر محمد او د هېواد پیژندل شویو سوداګرو او پانګوالو د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام خپلواکې ادارې پرانستې مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام خپلواکې ادارې له جوړېدو څخه د مننې او ملاتړ په ترڅ کې په دغو شرکتونو کې د خلکو، دولت او د هېواد د خصوصي سکتور پر ګډې پانګونې باندې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان له ټولو دولتي ادارو او خلکو وغوښتل، چې د هېواد له کرنيزو محصولاتو په ځانګړې توګه له تازه مېوې څخه ګټه پورته کړي څو د بزګرانو او سوداګرو د هڅونې او ملاتړ سبب شي.
احمد جان بلال خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول، د باکیفیته محصولاتو او خدماتو وړاندې کول، د ملي بودیجې تمویل، د سالمې سیالۍ رامنځته کول، د احتکار مخنیوی او د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره د زمینې برابرول د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام خپلواکې ادارې موخې وبللې او په دی برخه کې يې د خصوصي سکتور هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزارء اقتصادي مرستيال د دولتي شرکتونو د ارزښت او د ملي بودجې په تمويل کې د هغوى د رول په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه "په تېر وخت کي د حکومت ۶۰ سلنه ملي بودیجه د دولتي شرکتونو لخوا تمویل کیده؛ یاد ستر ظرفیت ته په کتو اوسنی حکومت غواړي چې دولتي شرکتونو یو ځل بیا فعال او ګټې اخیستو ته چمتو کړي."یکشنبه، سلواغې ۱، ۱۴۰۲