د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کفایت ګروپ اتحاديې له رئیس ښاغلي عبدالغفور وهاب سره د لیدنې په ترڅ کې، د رامنځته شویو ستونزو او د یاد ګروپ د تازه فعالیتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي وهاب د خپلو کارونو او سوداګرۍ پر وړاندی د رامنځته شویو ستونزو یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو هلې ځلې د ستایلو وړ دي چې له امله يې د یاد ګروپ شرکتونه کولی شي په عادي ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
ښاغلي مهمند ښاغلي عبدالغفور وهاب ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کفایت ګروپ ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې د افغانستان اسلامي امارت عالي اقتصادي کمیسیون او د امارت نورو اړوندو ادارو هلې ځلې وستایلې او هېواد ته د ښاغلي وهاب راستنیدل او په فعالیت پیل کول يې نیک ګام وباله او د کفایت ګروپ د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو څخه يې د اتاق د ملاتړ ډاډ ورکړ.