د نړيوالو اړيکو عمومي آمريت

تاسو د افغانستان د سوداګرۍ په وړاندی د ستونزو سره په مقابله کې یوازې نه یاست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د خصوصی سکتور اوچت غږ په توګه تل د سوداګرۍ ملاتړ اوسیدلی دی او د اغیزمنو خدمتونو په وړاندی کولو سره ستاسی د کاروبار د ودی لپاره په نړیواله کچه له تاسو نه ملاتر کوي.

د نړیوالو اړیکو عمومی مدیریت د دی بنسټ له مهمو مدیریتونو څخه یو مدیریت دی په ټوله کې د دی بنسټ د غړو لپاره سوداګریزو نندارتونو په لاره اچول، د سوداګریزو نښلیدو کنفرانس جوړول او د نړیوالو کنفرانسونو برابرولو مسؤلیت پر غاړه لری. د دی سربیره دا مدیریت د بهرني سوداګرۍ او پانګه اچونې د پراختیا لپاره د نړی د سوداګرۍ اتاق سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د اړیکو د لا پیاوړی کولو په برخه کې کار کوي.

د نړیوالو اړیکو مدیریت د بهرنۍ سوداګرۍ په اړه د دقیقو مالوماتو په وړاندې کولو سره تل یې دی ته هڅه کړې ده ترڅو د اړینو سندونو د برابرول له لاری د بهرني او کورني پانګوالو تر منځ د پانګې اچونې چارې همغږي کړي.

دا مدیریت د پورته یاد شویو موخو په رڼا کې لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

۱— په نړیوالو کنفرانسونو او نندارتونونو کې د اتاق د غړو د کډون لپاره د اسانتیاوو برابرول؛

۲— په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو سفارتخونو ته د ویزو د تر لاسه کولو لپاره د اتاق د غړو معرفی کول؛

۳— په نړیوالو بازارونو کې د کاروبار د ودی لپاره د اتاق غړو ته د پیژند پانې وکول؛

۴— دولتي بنسټونو سره د بهرنیو کارګرانو او متخصصینو لپاره د هیواد د ویزې اخیستلو په برخه کې همغږې کیدل؛

۵— د اتاق د غړو بهرني شریکانو لپاره د ویزې د اخیستلو په برخه کې، له اړوندو دولتي چارواکو سره همغږی کیدل؛

۶— د بهرنیو چارو وزارت په مرسته په لنډه موده کې د سوداګریزو اسنادو د تاییدیه تر لاسه کول؛

۷— له بهرني شریکانو سره د اتاق د غړو د شخړو د حلاوی په موخه له کورنیو او بهرنیو دیپلوماتیکو سرچینو څخه د مرستو غوښتل؛

۸— د اتاق غړو، کورني او بهرني سوداګرو لپاره د دقیقو اقتصادی او سوداګریزو مالوماتو وړاندې کول؛

۹— د نړیوالو سوداګریزو سازمانونو او د بهرني هیوادونو د سوداګرۍ اتاقو د ثبت په بهیر کې د اسانتیاوو برابرول؛

۱۰— په نړیواله کچه د اتاق د غړو لخوا د غوښتل شوو خدمتونو وړاندې کول؛

د پورتنیو خدمتونو د ترلاسه کولو څرنګوالۍ:

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو اتاق غړي په دوامداره توګه د راتلونکو محفلونو او کنفرانسونو په اړه وروستي مالومات د بریښنالیک له لاری تر لاسه کوي. نو له همدی امله تاسو ته پکار ده چې د اتاق فعال غړی ووسی او لاندی ذکر شوي تګلاری ولولی او تل زموږ له همکارانو سره په مستقیم ډول په اړیکه کې ووسی.

ګڼه

خدمتونه

اړین سندونه

اړیګې

1

په ملی او نړیوالو نندارتونو او کنفرانسونو کې د اتاق د غړو د کډون لپاره همغږی او اسانتیا برابرول.

1-  د سوداګرۍ جواز کاپي  او یا سکن؛

2-  د اتاق د غړیتوب د کارت کاپي  او یا سکن؛

3-  د پاسپورت کاپي او یا سکن؛

4-  د ACCD د ګمرکي اسنادو کاپی او یا سکن(که چیرته اړتیا وه)؛

5-  د بانکې حساب شپږ میاشتینۍ راپور(اختیاری)؛

6-  د کنفرانسونو او نندارتونونو په اړونه ستاسو د شرکت د پروفایل یو پاڼه مالومات؛

7-  او ټول هغه سندونه چې له یوه بهرني په لاره اچونکي بنسټ څخه غوښتل کیږي.

د نندارتونونو په اړه:

بریښنالیک: exhibition@acci.org.af

د اړیکې شمیره : 0796609609

 

د کنفرانسونو په اړه:

بریښنالیک: ftip@acci.org.af

د اړیکې شمیره:

2

په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو سفارتخونو ته د ویزو د تر لاسه کولو لپاره د اتاق د غړو معرفی کول

 

بریښنالیک: diljeet.honaryar@acci.org.af

د اړیکې شمیره : 0775606605

 

3

په نړیوالو بازارونو کې د کاروبار د ودی لپاره د اتاق غړو ته د پیژند پانې وکول ؛

 

1.  د سوداګرۍ جواز کاپي  او یا سکن؛

2.  د اتاق د غړیتوب د کارت کاپي  او یا سکن؛

3.  د پاسپورت کاپي او یا سکن؛

4.  د ACCD د ګمرکي اسنادو کاپی او یا سکن(که چیرته اړتیا وه)؛

5.  د بانکې حساب شپږ میاشتینۍ راپور(اختیاری)؛

6.  د کنفرانسونو او نندارتونونو په اړونه ستاسو د شرکت د پروفایل یو پاڼه مالومات؛

7.  له دوو افغاني شرکتونو لخوا منل شوې پیژند پاڼه؛

8.  ستاسو د شرکت کلنۍ مالي راپور؛

9.  د اړیکو مالومات(د ټلیفون شمیره،بریښنالیک،انځور، او ویب پاڼه ( که چیرته شونې وه)؛

10.نور اړوند مالومات چې له ډیپلماتیکو بنسټونو لخوا غوښتل کیږي.

 

بریښنالیک: diljeet.honaryar@acci.org.af

د اړیکې شمیره : 0775606605

4

 

دولتي بنسټونو سره د بهرنیو کارګرانو او متخصصینو لپاره د هیواد د ویزې اخیستلو په برخه کې همغږې کیدل  

1.  د سوداګرۍ جواز کاپي  او یا سکن؛

2.  د اتاق د غړیتوب د کارت کاپي  او یا سکن؛

3.  ستاسو د شرکت په لیتر هید کې چې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق اړوند غوښتنلیک لیک شوی وي؛

4.  ستاسو د بهرني کارکونکو لست او یا د بهرنیو شریکانو لست چې ټاکل شوی ده را وغوښتل شي؛

5.  هغه کسان چې ټاکل شوی ده را وغوښتل شي د هغوی د پاسپورت کاپی او یا سکن؛

6.  هغه کسان چې را غوښتل کیږی د هغوی د پیژندیې لنډیز یا CV؛

7.  د کارګرانو او متخصیصینو د زده کړو د سندونو رنګه کاپی(سوداګریز شرکتونو لپاره اړین ندی)

8.  ستاسو د سوداګریز شرکت د سوداګرۍ جواز(د کارګرانو او متخصیصینو لپاره اړین ندی)

9.  او ټول هغه سندونه چې له اړوندو بنسټونو لخوا غوښتل کیږي.

 

بریښنالیک: diljeet.honaryar@acci.org.af

د اړیکې شمیره : 0775606605

 

5

د اتاق د غړو بهرني شریکانو لپاره د ویزې د اخیستلو په برخه کې، له اړوندو دولتي چارواکو سره همغږی کیدل ؛

بریښنالیک: diljeet.honaryar@acci.org.af

د اړیکې شمیره : 0775606605

 

6

د بهرنیو چارو وزارت په مرسته په لنډه موده کې د سوداګریزو اسنادو د تاییدیه تر لاسه کول

1.  د سوداګرۍ جواز کاپي  او یا سکن؛

2.  د اتاق د غړیتوب د کارت کاپي  او یا سکن ؛

3.  ستاسو د سوداګریزو سندونو اصل چې باید د بهرنیو چارو وزارت لخوا منل شوي وي.

بریښنالیک: diljeet.honaryar@acci.org.af

د اړیکې شمیره : 0775606605

 

7

له بهرني شریکانو سره د اتاق د غړو د شخړو د حلاوی په موخه له کورنیو او بهرنیو دیپلوماتیکو سرچینو څخه د مرستو غوښتل

1.  د سوداګرۍ جواز کاپي  او یا سکن ؛

2.  د اتاق د غړیتوب د کارت کاپي  او یا سکن ؛

3.  د لانجې په اړه پوره مالومات ورکول او د اړوندو ادارو او ډیپلماتیکو سرچینو لخوا د مرستو د ډول په ګوته کول؛

بریښنالیک: diljeet.honaryar@acci.org.af

د اړیکې شمیره :0775606605

8

د اتاق د غړو، کورني او بهرني سوداګرو لپاره د دقیقو اقتصادی او سوداګریزو مالوماتو وړاندې کول

1.  د بریښنالیک له لاری مو د اړتیا وړ مالومات ذکر کړی؛
2.  او یا هم د بهرنیو شرکتونو په اړه د مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړی؛
3.  د سوداګرۍ مالوماتو فورم له دی ځای نه خپل کمپیوتر ته در کښته کړی او ورسته له ډکولو یی موږ ته را واسته وی تر څود اتاق په ویب پاڼه کې واچول شی ؛
4.  د خپل سوداګریزو مالوماتو د موجودیت د اطمینان لپاره د اتاق ویب سایت ته مراجعه وکړی

بریښنالیک: ftip@acci.org.af

د اړیکې شمیره:

9

د نړیوالو سوداګریزو سازمانونو او د بهرني هیوادونو د سوداګرۍ اتاقو د ثبت په بهیر کې د اسانتیاوو برابرول

1.  د BMO د راجستریشن فورم ډکول؛

2.  د سازمانونو د رییسانو لست؛

3.  د مدیره پلاوی غړو لست؛

4.  د سازمانونو اساسنامه؛

5.  او داسی نور د اړتیا وړ سندونه.

تاسو کولای شې چې د اړتیا وړ اسناد مو له لاندی لینکونو څخه دانلود کړی:

1-   BMO د راجستریشن لارښوونه

2-  د رییسانو د لست نمونه

3-  د مدیره پلاوی د غړو د لست نمونه

4-  د اساسنامې نمونه

بریښنالیک: ir.director@acci.org.af

د اړیکې شمیره: 0778686953