د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د افغان ټولنې پراختیا او خوندیتوب مؤسسې له رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د افغان ټولنې پراختیا او خوندیتوب مؤسسې له رئیس ښاغلي اسدالله کریمي سره د لیدنې په ترڅ کې د نوموړی مؤسسې د اقتصادي طرحو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
پدې ناسته کې، ښاغلي کریمي د ارزښت اضافه کولو په برخه کې په ځانګړې توګه د باغدارۍ، فارم دارۍ، کوچنیو صنایعو او دا چې څه ډول بازار ته عرضه کړی شي، د نوموړې مؤسسې طرحه د عامل پلاوي سرپرست رئیس سره شریک کړه. هغه د دې انسټیټیوټ میتودونه هم یاد کړل چې د دې انسټیټیوټ کوچني او متوسط تشبث فعالیتونو ملاتړ کوي کوم چې د سیمې هیوادونو په ځانګړي توګه ایران ، هند او یو شمیر نورو هیوادونو کې مثبتې پایلې لري چې په بدل کې یې ښې لاسته راوړنې هم درلودې.
 
ښاغلي کریمي زیاته کړه، دا چې افغانستان یو کرهڼیر هېواد دی، نو د باغدارۍ، فارم دارۍ او کوچنيو صنعتونو په برخو کې پانګوونه اچونې ته اړتیا لري او د دې پروژو د اغیزمنتوب څخه يې ډاډ ورکړ، او په اتاق یې غږ وکړ چې ددی پروژو پلی کولو کې همکاري وکړي.
 
ښاغلي عطایې د یادې مؤسسې د طرحې په تړاو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې په خصوصي سکتور کې به يې د عامه پوهاوي او په مرکز او ولایاتو کې يې به د تطبیق په برخه کې لازمه همکاري وکړي.