د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ګرین مونتاژ او تولیدي شرکت له رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د ګرین مونتاژ او تولیدي شرکت له رئیس ښاغلي میر نقي سره د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د بهرنیو پانګه اچونو جلب او په دی برخه کې د اتاق د همکارۍ په تړاو خبرې وکړې.
 
ښاغلي نقي د ګرین مونتاژ او تولیدي شرکت چې یو ایرانی شرکت دی او له یو کال څخه ډیره موده کیږي، چې په کابل ښار کې د کمپیوټر په برخه کې فعالیت کوي په اړه يې د اتاق مشرتابه پلاوي ته د مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د هغو ستونزو یادونه وکړه چې د وروستیو سیاسي بدلونونو په پایله کې رامنځته شوي دي، او د له منځه وړلو په برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د ګرین شرکت رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل چې یادې ستونزې لنډمهاله دي او هیله يې څرګنده کړه چې د کاروبار وضعیت به ژر تر ژره ښه شي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې اتاق د بهرنیو پانګه اچونو جلبولو په برخه کې لیواله دی او ژمنه يې وکړه چې د یاد شرکت ستونزو په له منځه وړلو کې به لازمه همکاري ترسره کړي.