د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان جلغوزو اتحاديې رئیس، پرزه جاتو او ټایر واردوونکو سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د صادراتو پراختیا او دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو د افغانستان جلغوزو اتحاديې رئیس ښاغلي دلدار ځدراڼ او د پرزه جاتو او ټایرونو یو شمیر سره د جلا لیدنو په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په تړاو خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي ځدراڼ او ورسره سوداګرو د جلغوزیو صادرولو او په تیرو وختونو کې د دوی ستونزو حل کولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له دوامداره همکارۍ څخه د مننې څرګندولو ترڅنګ، دوی چین ته د جلغوزو په لیږد کې د هوایی شرکتونو لخوا وړاندیز شوي نرخونه لوړ وبلل او د اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې له هوايې شرکتونو سره د تفاهم په پایله کې، چین ته د جلغوزو د لیږد نرخ کمولو کې لا زیاته همکاري وکړي.
 
د پرزه جاتو او ټایرونو سوداګرو او واردونکو د ګمرکي ستونزو لکه د ګمرکي تعرفو لوړوالي په اړه خپلې اندیښنې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې، او د اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د دوی ستونزو حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو او د هېواد صادراتو ملاتړ کولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د هوايې شرکتونو سره به چین ته د جلغوزو لیږد بیو راټیټولو په تړاو خبرې اترې وکړي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "اتاق د هوايې دهلیزونو بیا فعالیت لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړي دي."
 
ښاغلي مهمند د پرزه جاتو او د موټر ټایرونو واردونکو د ستونزو حل په برخه کې، له هغوی څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه اتاق ته وسپاري او ژمنه یې وکړه چې اتاق به د اسلامي امارت اړونده ادارو سره د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړي.