د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد او امنیتي ارګانونو مسؤلینو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، ضیاءالدین اچکزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او یو شمیر سوداګرو د کابل لپاره د اسلامي امارت د نظامي قطعې له مرستيال ښاغلي مولوي حجت الله ايوبي او د اسلامي امارت له امنيتي مسٶل ښاغلي مولوي عبدالحميد حماسي سره او د ارشاد او دعوت له نورو مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خصوصي سکتور د شتو ستونزو لکه: د ګمرکونو بندیدل، د سوداګرو او د هغوی د کورنیو د امنیت، د بانکونو بندیدل، د واده هوټلونو بندیدل، او په وارداتو او صادراتو کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه يې په خورا درنښت هیله وکړه چې د یادو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
د اسلامي امارت مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او نورو سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو اوریدلو وروسته ژمنه وکړه، چې د نوموړو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې به ژر تر ژره لازمې هڅې وکړي.