د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان نندارتونونو شرکت سره تفاهملیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د افغانستان نندارتونونو شرکت له رئیس ښاغلي عزیزالله بارکزي سره یو تفاهملیک د افغاني محصولاتو نندارې ته د کیښودو په موخه لاسلیک او د کورنیو محصولاتو په زیاتوالي يې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي عطایي ښاغلي بارکزي او د هغه همکارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه " دا نندارتون چې ټاکل شوې د روان کال د اکتوبر میاشتې په دوهمه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق په همکارۍ جوړ شي، کولی شي چې سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او کورنیو تولیداتو نندارې ته د کیښودو سبب شي."
 
ښاغلي عطايي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل " دغه نندارتون کې به د کورنیو محصولاتو معرفي کولو سربیره بهرني محصولات هم نندارې ته وړاندې شي، او دا نندارتون د سوداګرۍ لپاره سیال پیداکولو په برخه کې هم ګټور کیدی شي."
 
ښاغلي عطايي ټینګار وکړ چې د دې نندارتون په لاره اچول د کورنیو محصولاتو زیاتوالي لپاره یو ښه فرصت او موقع ده.
 
ښاغلي بارکزي د خصوصي سکتور د دوامداره ملاتړ سربیره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا د دوی لومړی ګډ نندارتون دی د اتاق سره او هیله یې څرګنده کړه چې د دی نندارتون په لاره اچولو سره به د خصوصي سکتور پام ځان ته راواړوي.