هندوستان ته د میوو د صادراتو زیاتوالي په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یو کنفرانس په لاره واچوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت استازي، د کابل سوداګریز مرکز رئیس ښاغلي عبدالقدیر بهمن او د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک سره یو آنلاین کنفرانس چې ۴۰ هندي شرکتونو هم پکې ګډون درلود تر سره کړ.
 
ښاغلي عطايې وویل "د هندوستان سره د افغانستان د صادراتو کچه ترټولو زیاته ده. د وچو او تازه میوو سکتور کې د پراختیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره باید د افغان – هند ګډ سوداګریز اتاق تأسیس کړی شي."
ښاغلي عطايې زیاته کړه "د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۷ سوه میلیونه ډالره ده او دا چې هندوستان د افغاني محصولاتو لپاره یو ښه بازار دی، نو د لازمو آسانتیاوو او امکاناتو منځته راتګ سره دا عدد لا هم زیاتیدی شي."
 
ښاغلي عطايې هیله څرګنده کړه چې که چیرې د چابهار بندر کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې به د پام وړ زیاتوالې راشي.
 
آغلې وردک وویل "هڅه کوو چې، د وچو او تازه میوو سوداګرو ستونزو ته د حل لارې پیدا او هندوستان ته يې د صادرولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړو."
 
د کنفرانس په پای کې، د دواړو هېوادونو سوداګرو د ښو سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړی او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه یو د بل محصولاتو لپاره ښه بازارونه دي.