د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژې له رئیس – ارزښتمن کرنیز محصولات (USAID-AVC-HVE) سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ او افغانستان – پاکستان ګډ اتاق مسؤلینو د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژې له رئیس ښاغلي وان استرادا سره د یوې آنلاین لیدنې په ترڅ کې په خصوصي سکتور کې د شتو ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي عطايي وویل "ّپه شتو ننګونو د برلاسي حاصولو په موخه د اتاق او نړیوالو مرستندویه ادارو ترمنځ ګډه همکاري لازمي ده."
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ټولو ګاونډیو او هغو هېوادونو ته چې افغاني محصولاتو ته اړتیا لري، د یوې نوې کړنلارې په رڼا کې خپل صادرات کوي."
 
دواړو لورو د APTTA تړون او TIR پر مسلو په ځانګړی توګه د TIR په دویم ملي کنفرانس چې د اتاق له لوري به په نږدی راتلونکی کې په کابل کې په لاره واچول شي خبرې وکړې او د پاکستان او مرکزي آسیا له لارې د سوداګریزو توکو په لیږد يې ټنیګار درلود.
 
ښاغلي استرادا وویل " د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژه – ارزښتمن کرنیز محصولات (USAID- (AVC-HVE د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د پاکستان په چارو کې د ولسمشر سلاکار سره په نږدی همکارۍ تطبیق کیږي او د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري یو لازم شرط دی."
 
د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژه – ارزښتمن کرنیز محصولات (USAID-AVE-HVE) د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې USAID له لوري تمویل او د دریو کلونو ارهیسې د DAI په واسطه پلی کیږي.