د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو کړنلاره وستایله

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د صادراتو ډیپارټمنټ مسؤل د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو اتحاديي له رئیس ښاغلي نصیب عزیز بیک سره د لیدنې په ترڅ کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو په برخه کې د نوې کړنلارې رامنځته کیدا وستایله.
 
ښاغلي عطايي د نوې کړنلارې ستایلو ترڅنګ، زیاته کړه "دغه کړنلاره کولی شي چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو په برخه کې د ودې، په دی برخه کې د پانګه اچونې د جلب، د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي او د عوایدو د زیاتوالي سبب وګرځي."
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "مخکی له دی چې دغه کړنلاره جوړه کړی شي، قیمتي ډبرې به په غیر قانوني ډول استخراجیدلې او د هېواد څخه بهر به صادریدلې. د دغې کړنلارې عملي کول به د قیمتي ډبرو د غیر قانوني استخراج مخنیوي کولو ترڅنګ، د نړۍ په بازارونو کې دی محصول ته د ښه مارکیټ پیدا کیدو سبب ګرځي.
 
ښاغلي عزیز بیک د اتاق په همکارۍ د ټینګار کولو ترڅنګ، د قیمتي ډبرو صادراتو په برخه کې د نوې کړنلارې منځته راتګ یو نیک ګام وباله.
 
ښاغلي بیک وویل چې د دې کړنلارې په پلي کیدو سره به د قیمتي ډبرو استخراج او قاچاق مخه ونیول شي او دا پروسه به په قانوني ډول بهر ته صادره شي.
 
یو شمیر نورو ګډونوالو دا هم وموندله چې پروسه د نرخونو له مخې پیچلې ده او د مسلې د حل غوښتنه يي وکړه. دوی وايي چې دوی اروپایی او سیمه ییزو هیوادونو ته د صادراتو په برخه کې له ننګونو سره مخ وو، خو اوس دوی هیله لري چې د دې کړنلارې په بډایه کولو سره به د هیواد څخه بهر د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرونکو ستونزې حل شي.