د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ګمرکونو له مسؤلینو سره لیده کاته وکړل‎ ‎

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، یو شمیر سوداګرو او رخت ‏واردوونکو د ګمرکونو او عوایدو له معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي، د ګمرکونو له عمومي رئیسې آغلې آمنې احمدي او د ماليې ‏وزارت د ګمرکونو له عمومي رئیس ښاغلي محمد عمر مهمند سره د لیدنې په ترڅ کې د رخت واردوونکو په شتو ستونزو خبرې اترې ‏وکړی‎.
 
د رخت واردوونکو د کابل ګمرک ګرځنده ساتونکو ټولي له خوا ددوی د وارداتي توکو وسایطو توقف ستونزه د ګمرکونو مسؤلینو سره ‏شریکه او د ګمرکونو له مشرتابه څخه يې ددی ستونزې د له منځه وړلو غوښتنه وکړه‎. ‎
ښاغلي مهمند د ګمرکونو مشرتابه ته د سوداګرو له لوري د ګمرکي محصول تادیه کولو په برخه کې د روڼتیا ډاډ ورکړ او د ځنډول ‏شوو وسایطو د بیا خلاصیدو غوښتنه يې وکړه‎.
 
د ګمرکونو مسؤلینو د سوداګرو او رخت واردوونکو ستونزو اوریدو او د ښاغلي مهمند غوښتنې وروسته، د ځنډول شوو وسایطو د بیا ‏خلاصیدو امر صادر کړ چې یو ساعت وروسته ټول هغه ګاډي یا وسایط چې خپلې ګمرکي پروسې يې طی مراحل کړې وې، د تللو ‏اجازه ورته ورکړل شوه‎.‎
 
ښاغلي مهمند د ګمرکونو له مشرتابه څخه ددی بیړني ګام پورته کوو په پار مننه وکړه او د دواړو ادارو د همکارۍ په دوام يې ټینګار ‏وکړ.‏