د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د اسلامي هېوادونو د سوداګرۍ، صنعت او کرنې اتاق (ICCIA) په ۳۷مه غونډه کې ګډون وکړ

د اسلامي هېوادونو د سوداګرۍ، صنعت، او کرنې اتاق عمومي رئیس ښاغلي عبدالله صالح کامل تر ریاست لاندی د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو پانګه اچونو په موخه په جوړه شوې آنلاین غونډه کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو اتاقونو رئیسانو، مرستیالانو، او سکرترانو او دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې ګډون کړی وه.
 
په دغه آنلاین غونډه کې چې د روان کال غويې په ۳۰مه جوړه شوې وه، ښاغلي عطايې په اسلامي هېوادونو حوزه کې د سیمه ایزې او اقتصادي همکارۍ په ارزښت خبرې وکړی.
 
ښاغلي عطايې په افغانستان کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او سترو شخړو حل په برخه کې د اسلامي هېوادونو سوداګرۍ، صنعت او کرنې اتاق رول اړین وباله. ښاغلي عطايې د دی غونډې ټولو ګډون کوونکو څخه وغوښتل چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، ګډو پانګه اچونو، او د تجربو انتقال په برخه که خپلې همکارۍ لا پسې زیاتې کړي.
 
پدې ناسته کې، هر غړي هیواد د پانګوونې او سوداګرۍ پراخولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او په خپلو هیوادونو کې يې د پانګوونې فرصتونو یادونه وکړه. همدارنګه، د عمومي مجلس د اجندا سره سم، د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې د مالي او مدیره پلاوي ټاکنو غړیو پریکړه وکړه چې د پایلې په توګه د ۱۹ غړو هیوادونو سوداګرۍ اتاقونه د نورو غړو لخوا د نوموړي اتاق د مدیره پلاوي غړو په توګه وټاکل شول.
 
د اسلامي هېوادونو د سوداګرۍ، صنعت، او کرنې اتاق د اسلامي هېوادونو د ۵۷ سوداګریزو اتاقونو څخه جوړ چې په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) په واسطه تاسیس، او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې ددی اتاق غړیتوب ترلاسه کړ.