د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د سکای نړیوال شرکت له اجرائي رئیس او د بورډ غړیو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د سکای بیمې نړیوال شرکت له اجرائي رئیس او د نوموړي شرکت د بورډ غړیو سره په خپل کاري دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې د بیمې او ګډو همکاریو په ارزښت خبرې اترې وکړی.

د ناستې په پیل کې، د سکای بیمې نړیوال شرکت ښاغلي مجیب قسیمي او د بورډ غړیو د بیمې اوسني وضعیت او د نوموړي شرکت د فعالیتونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل او د اتاق څخه يې وغوښتل چې د سوداګرو د هڅونې په برخه کې چې بیمه واخلي د نوموړي شرکت سره همکاري وکړي.

دوی د اتاق د عامل پلاوي له سرپرست رئیس څخه وغوښتل چې د سکای بیمې شرکت په مالي مرسته د بیموي خدمتونو په اړه یو نندارتون په لاره واچوي.

ښاغلي عطايې په سوداګریزو راکړو ورکړو، اقتصادي فعالیتونو، ټرانسپورټي شرکتونو او د خوندیتوب په برخه کې يې د بیمې په ارزښت د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه "د اورلګیدنو وروستیو پیښو دا څرګنده کړه چې د بیمې فرهنګ ځای پر ځای کول د سوداګریزو او ټرانسپورټي شرکتونو سره مرسته کوي چې ددی ډول پیښو وروسته هم خپلو کارونو ته دوام ورکړي."

ښاغلي عطايې د بیمې فرهنګ په ترویج کولو کې د عامه پوهاوي رول اړین بللو ترڅنګ، د اتاق او سکای بیمې نړیوال شرکت ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک غوښتنه وکړه چې پر اساس يې د اتاق غړیو ته ځانګړی تخفیف په نظر کې نیول شوی دی.

د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د سکای بیمې شرکت د وړاندیزونو په ځانګړې توګه د نندارتون په لاره اچولو څخه ملاتړ کولو ترڅنګ، خصوصي سکتور ته د عامه پوهاوي پروګرامونو په لاره اچولو برخه کې خپل چمتو والی څرګند کړ.