د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او یو شمیر سوداګرو د ولسي جرګې له اداري پلاوي ‏سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي ‏لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایې، ‏د تیلو واردوونکو اتحاديو رئیسانو او د مختلفو سکتورونو سوداګرو د ولسي جرګې له لومړي مرستیال ‏ښاغلي احمد جاوید جیحون، د ولسي جرګې دویم مرستیال ښاغلي نجیب الله ناصر او د ولسي جرګې له ‏اداري غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې د کابل په مراد بیک نومي سیمه کې د اور لګیدنې، د خصوصي ‏سکتور شتو ستونزو او د حکومت د عدم توجه په اړه خبرې اترې وکړی.‏
 
ښاغلي توکل احمدیار په مختلفو ولایتونو کې د وروستیو اورلګیدنو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته ‏کړه " زموږ سوداګر د اورونو، شوکو، غیر قانوني پیسو اخستنو او د لویو لارو په اوږدو کې د پیښو ‏اصلي قربانیان دي."‏
ښاغلي توکل احمدیار وویل "زموږ سوداګر چمتو دي چې د حکومت لخوا وضع شوي ټول محصولات او ‏لګښتونه د هېواد په ګمرکونو کې تادیه کړي خو دوی د لویو لارو په اوږدو او ښار په دروازو کې د ‏زورواکو او غیر قانوني پیسو اخستو منلو ته چمتو نه دي."‏
 
د اتاق عمومي رئیس زیاته کړه " سره ددی چي، په اسلام قلعه بندر او نورو ولایتونو کې د اور لګیدنو په ‏اړه د حکومت پخوانیو څیړنو هیڅ کومه پایله نه درلوده، د کابل ښار په قلعه مرادبیک سیمه کې د اور ‏لګیدنې په تړاو هیڅ یو ارګان ځواب ویلو ته چمتو نه دی." هغه زیاته کړه وروسته له هغه چې د هیواد د ‏سوداګرو غږ وانه وریدل شو، دوی اړ شول چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته لاړ شي او په ‏یوه خبري کنفرانس کې خپل غږ اوچت کړي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت باید د سوداګرو د سوداګریزو ‏توکو امنیت تامین کړي، د مختلفو زورواکو مخه ونیسي او د تیلو او مایع ګازو ټانکرونو لپاره جلا تم ‏ځایونه په پام کې ونیسي.‏
 
ښاغلي احمدیار د ولسي جرګې له لومړي مرستیال او اداري پلاوي څخه وغوښتل چې د هغوی د حقوقو ‏څخه دفاع وکړي او د هېواد د ولسمشر سره د یوې لیدنې په ترڅ کې ددوی غږ د دولت تر مشرتابه پوری ‏ورسوي. ‏
ښاغلي مهمند د عمومي رئیس د خبرو د تائید کولو ترڅنګ، زیاته کړه "حکومت باید د هېواد په لویو لارو ‏کې د غیر قانوني پیسو اخستنو مخنیوي ترڅنګ، وضع شوي ټول محصولات او لګښتونه د هېواد په ‏ګمرکونو کې ترلاسه کړي. هغه په ګمرکونو کې د شته فساد یادونه وکړه او د هیواد په پارلمان یې غږ وکړ ‏چې د مالیې وزارت سره د ګمرکونو ټولو دفترونو کې د محصولاتو د برابرولو په برخه کې همکاري ‏وکړي."‏
 
د غونډې په ترڅ کې، د تیلو واردوونکو، ټانکرونو لرونکو او د خصوصي سکتورونو استازو په ګمرکونو ‏کې د شته فساد، شوکو او غیر قانوني پیسو اخستنو په اړه خپل منتقدانه نظرونه څرګند کړل، او د حکومتي ‏چارواکو څخه یې اورګیدنې سیمو د پلټنې غوښتنه وکړه. دوی ټینګار وکړ که چیرې حکومت ددوی ‏ستونزې حل نه کړي او د اور وژنې عاملینو ته سزا ورنکړل شي نو دوی به اړ شي چې مدني لاریونونه ‏وکړي، او د تیلو واردول بند کړي.‏
 
ښاغلي احمد جاوید جیحون ژمنه وکړه چې د کابل په مراد بیک نومي سیمه کې د اور لیګدنې د متضررینو ‏د حقوقو څخه دفاع وکړي. هغه د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د زیانمنو سوداګرو ستونزې د هیواد ‏پارلمان ته په لیکلې بڼه وسپاري، ترڅو هغه يې له وزیرانو او اړونده حکومتي چارواکو سره شریک او د ‏له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. ‏
 
ښاغلي جیحون د زیانمنو سوداګرو غوښتنه حق وبلله او د حکومت څخه يې وغوښتل چې ددی سوداګرو د ‏زیان جبران وکړي. هغه د اتاق په مشرتابه غږ وکړ چې د نورو سوداګرو په استازیتوب یو شمیر زیانمن ‏شوي سوداګر وټاکي ترڅو په پارلمان کې جوړه شوې اړوند وزارتي ناسته کې برخه واخلي او خپلې ‏اندیښنې او غوښتنې څرګندی کړي او په دی برخه کې يې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.‏