د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د مصر لپاره د افغان سفیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د مصر لپاره د افغان سفیر ښاغلي محمد محق سره د یوې آنلاین لیدنې په ترڅ کې د مصر او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي شفیق الله عطایي د مصر سره د افغانستان د اوږدمهالو اړیکو د یادولو پرمهال، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې په قاهره او کابل کې د نندارتونونو په لاره اچول، د افغانستان - مصر د سوداګرۍ ګډ اتاق جوړول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تواصل لپاره کنفرانسونه په لاره اچول، او مصر ته د سوداګریز پلاوي سفر مهم او اړین وباله.
 
ښاغلي عطايې په مصر کې د افغانستان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د صادراتو اړونده توکي چې د مصر په بازارونو کې ورته تقاضا موجوده ده په ګوته کړي او یا د افغانستان محصولاتو ته ترجیحي تعرفې رامینځته کړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړي.
 
ښاغلي محمد محق د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د مصر د اړونده چارواکو سره د لیدنو او ګرویګنو څخه ډاډ ورکړ او په راتلونکې اونۍ کې يې د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د یوه آنلاین کنفرانس جوړولو یادونه يې وکړه. نوموړي د سږ کال په سپټمبر کې د (افریقا فوډ) په نندارتون کې چې په قاهره کې به په لاره واچول شي، د افغان سوداګرو د ګډون او د افغاني محصولاتو نندارې ته د کیښودلو څخه ډاډ ورکړ.
 
په مصر کې د افغانستان سفیر زیاته کړه چې د مصري چارواکو سره په کتنه کې به له هغه هیواد څخه وغواړي چې د سویس کانال د افغان سوداګرو او پانګوالو د پانګونې لپاره یوه مناسب سیمه جوړ کړي او له افغان سوداګرو څخه یې هم وغوښتل چې د سویس کانال اړونده سیمو کې د ګډو پانګه اچوونو لپاره خپلې هلې ځلې وکړي.
 
د اتاق سرپرست رئیس او په مصر کې د افغانستان سفیر هوکړه وکړه چې له مصر سره سوداګریزې اړیکې پراخه کړي، د سوداګرۍ ګډ اتاق رامنځته، سوداګریز کنفرانسونه او نندارتونونه جوړ کړي او د تفاهم لیک د لاسلیک کولو لپاره سندونه تیار کړي.
 
مصر ته د افغانستان صادرات عبارت دي له وچې میوې، درملیزو بوټو او غالیو څخه او د دې هېواد څخه واردات عبارت دي له طبي وسایلو، درمل، ماشینري او بریښنايي توکي.