د پاکستان سره د اپتا تړون (APTTA) موقتي تمدید

د پاکستان سره د ترانزیتي تړون (اپتا) په کال ۲۰۱۰ کې امضا شوې وو چې د یوې دورې د تمدید وروسته د ۲۰۲۱ کال د دویمې میاشتې په ۱۱ نیټه په قانوني توګه پای ته رسیده، نو د سوداګرو ستونزو ته په کتلو سره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پاکستان اړخ سره موافقې ته ورسیدل ترڅو د نوې اپتا تړون د امضا لپاره وخت ته اړتیا ده نو تیریا مخکینې اپتا تړون به د درې میاشتو (۱۱-۰۲-۲۰۲۱نه تر ۱۱-۰۵-۲۰۲۱) لپاره تمدید کړل شي.
 
نو په همدې اساس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغان – پاک ګډ اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو، د اړونده ادارو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړیو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نثار احمد غوریاني په رهبرۍ په انلاین توګه نن د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ سره اپتا تړون د درې میاشتو لپاره تمدید کړل شو.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان او پاکستان هېوادونو او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ له وزارتونو څخه د مننې تر څنګ، زیاته کړه چې د اپټا تړون کې د لا زیاتو آسانتیاوو او فرصتونو رامنځته کولو په تړاو دی باید دواړه حکومتونه ګړندي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي مهند د اپټا تړون دری میاشتني تمدید په اړه د افغانستان د خصوصي سکتور اندیښته څرګنده او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه باید اپټا تړون کې د بدلونونو رامنځته کولو په برخه کې د خصوصي سکتور نظرونه او وړاندیزونه په نظر کې ونیسي او ځای ورته ورکړي.