د یو شمیر هوايې شرکتونو مالکانو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره د یوې لیدنې په ترڅ کې خپلې ستونزې ‏شریکې کړی ‏

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان ‏الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس ‏هوتک د کام ایر هوايې شرکت له آمر ښاغلي سلیمان عمر، د ترکش هوايې شرکت له مسؤلینو او یو شمیر نورو هوايې شرکتونو له ‏مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی ستونزې واودیدی. ‏
 
ښاغلي سلیمان عمر په سختو شرایطو کې د مسافرینو او هوایی کارګو لیږدولو په برخه کې د دوی د خدماتو یادونه وکړه او د ‏سبسایډونو په تادیه کې يې د اړوندو دولتي څانګو په بې کفایتۍ نیوکه وکړه. او زیاته یې کړه چې د تړون له مخې موږ د هوایی لارې ‏سوداګریز توکي لیږدوو خو له بده مرغه حکومت د خپلو پیسو د ورکړې په برخه کې پر خپل وخت عمل نه کوي چې دی کار د هوايې ‏شرکتونو لپاره ډیری ستونزې رامینځته کړي.‏
 
د هوایی شرکت چارواکو زیاته کړه که چیرې دولت خپلې پیسې په وخت سره تادیه نه کړي، دوی به د هوایی کارګو له لارې د ‏سوداګریزو توکو لیږد خدماتو ته دوام ورنه کړاي شي.. دوی له اتاق څخه غوښتنه وکړه چې د دوی د ستونزو د حل په موخه د ‏اړونده دولتي ادارو سره همغږي وکړي او د دوی ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.‏
 
ښاغلي مهمند په ډیرو سختو شرایطو کې د کام ایر هوايې شرکت د خدمتونو د ستایلو تر څنګ، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزی به د ‏ماليې وزارت د هوايې کارګو له مسؤلینو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. ‏
 
ښاغلی عطايې د حکومت له لوري په وخت پیسو نه ورکول تاییدوي او د هوايې شرکتونو څخه غواړي چې که چیري امکان لري ‏خپلو خدمتونو ته دی د پخوا په څیر دوام ورکړي او اتاق هم د دوی د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د کوټلو ګامونو پورته کول ‏ژمنه کوي. ‏
 
خانجان الکوزي د دوی ستونزو منلو پرمهال د هوایي دهلېز له لارې د سوداګریزو توکو لیږد د افغانستان د حکومت یوه لاسته راوړنه ‏وبلله او په اړوندو حکومتي چارواکو یې غږ وکړ چې د تړون پراساس د سبسایډي پیسې په خپل وخت ورکړي.‏